سیګار: افغانستان کې د امریکا ۲.۴ میلیارده ډالر مرسته بې ګټې لګول شوې

عزم(یکشنبه، ۱۰ کب ۱۳۹۹): د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار ادارې (سیګار) په خپل وروستي راپور کې ویلي چې افغانستان کې د امریکا ۲.۴ میلیارده ډالر مرسته بې ګټې لګول شوې ده.

د یاد راپور پر بنسټ امریکا له ۲۰۰۸ میلادي کال راهیسې ۷.۸ میلیارده ډالر مرسته افغانستان سره کړې چې له هغې مودې تر اوسه پورې په دغه هېواد کې ۲.۴ میلیارده ډالر ډېر بې ګټې لګول شوي دي.

سیګار ویلي چې دا پیسې د ښوونځیو، روغتونونو، زندانونو، سړکونو او یو شمېر نظامي ودانیو لګول شوي دي چې له خینو څخه ګټه نه ده اخیستل شوې او ځینې بیا بېرته ویجاړې شوې دي.

دا لومړی خل نه دی چې سیګار د امریکا د مرسته شویو ډالرو د بې ځایه لګیدو راپور نشروي بلکې تر دې وړاندې هم داسې راپورونه نشر شوي چې د امریکا او نړیوالې ټولنې مرستې د ځینو خاصو چارواکو جیبونو ته تللي او په هغو پروژو نه دي لګول شوي چې ورته ورکول شوې وې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button