د دوحې له تړون څخه مو څه تر لاسه کړل؟

لیکنه: م رحمت الله نړیوال

ځیني ملګري دا پوښتنه کوي چې د دوحې د تړون څخه نو طالبانو څه تر لاسه کړل،په داسي حال کې چې د امریکا نوی حکومت یې د ارزونې په نتیجه کې ممکن لغوه کړي؟
ددوی په ځواب کې به ووایم چې داسي پوښتنې دوه ډوله کسان کوي،یؤه هغه ډله ده چې ددوی د پوښتنې هدف ذهنونه مغشوشول دي،دا هغه خلک دي چې د تړون له عملي کېدو سؤځي اوس غواړي چې په یؤه نه بله بهانه تړون تخریب کړي،دا خلک خو په ځواب نه ارزي او نه ددې ارزښتمن وخت په ضایع کېدو ارزي.
او پاته سو هغه ملګري چې ددې تبلیغاتو تر اغیزې لاندي راتلو لامله او یا د نه خبرتیا لامله دا پوښتنه کوي،د هغوی لپاره مې یؤ څه معلومات را غونډ کړي دي،چې د دوی د تسلۍ تر څنګ به د سولې تخریبوونکو تبلیغاتو مخه هم ډبه سي.
تاسي ته معلومه ده چې د دوحې د تړون هدف زموږ څخه د اخیستل سوي خپلواکۍ بیرته راګرځول دي،اشغال ختمول دي،زموږ ړنګ سوی اسلامي نظام بیا اعاده کول دي،د هیواد څخه د شر او فساد ټغر ټولول دي،چې طالبان اوس مهال تر ډیره بریده په دې هدف کې بریالي سوي دي،نږدې دوو میاشتو کې به اشغال په بشپړ ډول پای ته رسيږي ان شاءالله، خو که بالفرض د امریکا نوی حکومت تړون مات کړي نو یؤ خو به امریکا و نړیوالو پړ ثابته سي چې دوی پر خپل سوي تړون ونه درېدل او بر عکس طالبان د خپل اسلامي اصولو سره سم خپل سوي تړون ته ژمن ثابت سول چې په دې سره به طالب و نړۍ ته سوله غوښتونکی ور وپېژندل سي او بل اړخ ته طالب ځواک اوس تر پخوا زیات قوي سوی او ددې کال په اوږدو کې یې ډیر هغه څه تر لاسه کړل چې د تړون مخکې یې نه ؤ ترلاسه کړي،چې ځیني یې په لاندي ډول دي:
۱ــ د دوحې د تړون له مخې شاوخوا ۶ زره اسیران د تورو کرغېړنو پنجرو څخه ازاد سول.
۲ــ د حوت له لسمې څخه هغه مظلوم هیوادوال چې هره شپه به د وحشت او بربریت له چاپو او ړندو بمباریو څخه کړېدل،د ننني حوت تر لسمې کاملاً یا لږ تر لږه نسبتًا هوسا او په امن سول.
۳ــ په تېر يوه کال کې د کابل ادارې څخه (۱۳۶۵۱) کارمندان را بېل او له طالبانو سره یؤ ځای سول.
۴ــ د امریکا په شمول د نړۍ هیوادونو طالبان د یؤه نظام په توګه په رسمیت وپېژندل،ډیری هیوادونه ورسره رسمًا اړیکي لري او ډیری نور ورسره د اړیکو جوړولو هڅه کوي.
۵ ــ که څه هم د دوحې د تړون موافق طالبانو په لویو ښارونو او مراکزو بریدونه نه کول خو د وخت څخه په استفادې دوی وکولای سول، چې د ښارونو څخه لیري پرتې پوستې ورټولې کړي،زه به د مشت نمونه خروار په توګه یوه بېلګه درته وړاندي کړم،نور تاسي پر قیاس کړئ:
د کندهار ارغستان ولسوالي چې د تړون څخه مخکې لسګونه پوستې پکې وې،اوسمهال تر ولسوالۍ پوري ټولې پوستې طالبانو فتحه کړې،یواځې یؤه قومندانۍ او یوه قرارګاه شتون لري وبس.

۶: د دوحې له تړون وروسته د هیواد وضعیت کابو ټول د طالبانو په ګته روان دی،هغه سیاسي څېرې چې طالبان به یې یؤخت په ترهګرو،شدت پسندو او پردیپالو یادول، اوسمهال د هغوی ټولې څرګندونې د طالبانو په حق کې دي،البته ځیني هغه څېرې چې په خپلو تیرو کړنو یې ویره احساسوله،هغوی هیواد پرېښود او بهر ته وتښتېدل.
۷ــ افغانستان کې له تړونه مخکې د اشغالګر ځواکونو شمېر ۱۳۰۰۰ ؤ چې اوس ۲۵۰۰ ته را ټیټ سوی او هیله ده چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به دا دوه نیم زره هم افغانستان پریږدي.

ددې هر څه سره سره که څوک بیا هم وایي چې د دوحې تړون هیڅ کومه ګټه ونه کړه،هیڅ لاسته راوړنه نه لري، نو دا به په دوو ګوتو لمر پټول وي،کنې د کامل عقل څښتن او خپلواکه کس به هيڅکله داسي بې ځایه څه ونه وایي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button