طالبان؛ د جهاد او سياست علمبرداران!

تېر کال د همدې کب مياشتي پر لسمه موږ، تاسې آن ټوله نړيوال شاهدان وو، چې د قطر په پلازمينه دوحه کې طالبانو د امريکا سره د مذاکرې له ګڼو پړاوونه وروسته تاريخي تړون لاسليک کړ، د ياد تړون د لاسليک لپاره ځانګړې غونډه ترتيب شوه، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير، د ملګرو ملتونو استازو، د ګڼو هيوادونو لوړ پوړو چارواکو او استازو په کې ګډون کړی و، د دې شاندارې غونډې په جريان کې د امريکا له لورې د هغوی د بهرنيو چارو د وزير ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د طالبانو له لورې د طالبانو د مشرتابه سياسي مرستيال او د قطر د دفتر مشر محترم ملا عبدالغني برادر پر ياد تړون د ټولو ګډونوالو په حضور کې لاسليک وکړ.
معاصره نړۍ يوازې د هغه تنظيمونو او ملتونو پر سر شمار کوي په درنه ډبره يې تلي، چې له يوه اړخه په ځان بسيا پوځي ځواک لري، د هر نيواک او ښکيلاک په وړاندې د زړورو پوځيانو تر څنګ د دفاع لپاره د محاربوي وړتيا او د پرمختلليو وسائلو خاوندان وي او بلخوا په معاصر سياست کې د هر ډول لوړو ژورو وهلو حوصله او انرژي يې په سوچ او فکر کې پرته وي، د ديپلوماسۍ په ټولو نبضونو او رګونو پوره درک ورته حاصل وي، د خپل عروج او نزول اسباب يې د لمانځه په څېر ياد وي، لنډه دا چې هر فرد يې د جهاد او قربانۍ په ډګر کې بيساری سرښندوی او د سياست په ډګر کې د هيښونکي منطق، استدلال او اغيزمني ديپلوماسۍ څښتن وي، بيا به يې نړيوال د دين، هيواد او ملي ارزښتونو احترام کوي، هر دريځ او اقدام ته به يې د سيالانو په سترګه ګوري.
طالبانو دوې لسيزې د جهاد او قربانۍ په ډګر کې ستر ازمون ورکړ، په پيل کې يې د امريکا په وړاندې د پوځي ځواک او حرکت کميت او کيفيت بيخې په نشت حساب و،  د امريکا او طالبانو ترمنځ هيڅ داسې تناسب موجود نه و، چې عقل يې د امريکا په وړاندې د طالبانو په بريا قانع کړی وای له همدې امله ډيرو کسانو په يوازينۍ توګه په عقل پسې لاړل او د امريکا سره يې مبارزه او مقابله له غره سره په سر وهلو تعبير کړل، خو طالبانو نقل پر عقل مقدم کړ او د خپلي سپېڅلي فريضې له مخي يې د امريکا په وړاندې د خپل دين او هيواد د دفاع سپېڅلې مبارزې ته ټنډه ووهل، په کلک ايمان، ټينګه عقيده، ستر متانت او د قربانۍ په لوړ ګراف يې مبارزه جارې وساتل، دې مبارزې که په اوږدو کې ډيرې ستري لوړې او ژورې لرلې، خو وروستی پايله يې همدا شوه، چې د کبر، غرور او غټبازۍ په بام ولاړه امريکا يې د طالبانو سره د خبرو او مذاکرې ميز ته حاضره کړه.
د طالبانو سياسي ډګر هم د نظامي ډګر په څېر له سترو حماسو ډک دی، د طالبانو د واکمنۍ په وخت ټولو ته ياد دي، چې طالبانو د خپل هر مقابل لوري سره د رامنځته شوي هر مشکل او اختلاف د حل لپاره لومړی د ديالوګ او مذاکرې لار نيولې ده، امريکا ته يې هم هغه وخت لومړی د راپورته شوي مشکل د حل لپاره د خبرو لار ورياده کړه، خو امريکا د خپل کبر، غرور او غټبازۍ له مخي د سرټمبګۍ او خشونت لاره ونيول او پر افغانستان يې يرغل وکړ، کله چې په افغانستان کې د خپل کبر او غرور څخه وڅنډل شوه، زور، زر او تزوير يې اوبه شو، نو يې خپله دغه ستره تيروتنه درک کړه، چې د افغانستان اشغال يې د ګټي پر ځای په ستر زيان دی، ځکه د طالبانو سره د هغوی په کلونه مخکې کړې خبره قانع شول، چې د افغانستان معضله د جګړې له لارې نه بلکې د تفاهم او ديالوګ له لارې حل کېدلی شي.
د طالبانو د سپېڅلي جهاد او بريالي سياست نتيجه همدا شوه چې په مټ يې د امريکايانو سره د يولس پړاوه خبرو وروسته د دوحې تاريخي تړون لاسليک ته ورسېدل، د امريکا په څېر د نړۍ زبرځواک په ګونډو کول د طالبانو خارق العاده بريا ده، د دې بريا ترشا په جهادي، سياسي او تبليغاتي ډګرونو کې ډير داسې اسباب او عوامل موجود دي، چې هغوی يې تل په سستماتيک ډول د بريا پر مسير برابر کړې دي، د الله جل جلاله پر بشپړ نصرت باور، هر ډول خطر ته د دين او هيواد د ګټې لپاره ځان وهل، د ولسونو سره د نيکۍ او ښېرازۍ سلوک او د مبارزې په ټولو ډګرونو کې د وحدت او يوالي فلسفه يې د يادوني وړ اسباب دي، طالبانو په خپل سياسي ځيراکت او ديپلوماتيکه پوهه د امريکا سره د نړيوالو په حضور کې د اشغال د خاتمي تړون لاسليک کړ، چې له مخي به يې امريکا په څورلس مياشتو کې په افغانستان کې خپل نظامي حضور ته د پای ټکی ږدي، خو که بالفرض امريکا په دغه معين وخت کې خپل نظامي حضور په افغانستان کې ختم نه کړي بيا به امريکايان په ټوله نړۍ کې خپلو مخالفينو او متحدينو ته پړه او شرمنده وي، د طالبان په وړاندې به يې د نظامي ډګر په څېر په سياسي ډګر کې هم له شرم ډکه ماتې خوړلې وي.
د تړون وروسته طالبان له هر لورې مسلسل په تعقيب کې دي، نړيوالو، سيميزو هيوادونو، بيلابيلو نهادونو او سازمانونو سور څراغ پسې اخيستی دی، چې د طالبانو څخه په تړون کې يوه وړه قدر سرغړونه درک کړې، ترڅو بيا د تړون د احتمالي ماتي پر وخت د پړې ټولې ګوتې د طالبانو په لور وګرځوي، خو د تړون له پيله طالبان د تړون د بشپړ عملې کولو په درشل کې دي، تر اوسه د کابل ادارې د تبليغاتي دستګاه پرته هيڅوک داسې نشته، چې د تړون څخه د طالبانو يوه وړه سرغړونه په ګوته کړي، اما مقابل لوري په مکرر ډول د تړون څخه سرغړوني کړي دي، د هغوی سرغړوني لاهم دوام لرې، د هغوی ټولي سرغړوني نړيوالو او هيوادوالو ته د لمر په څېر ځليږي، د دې ترڅنګ طالبان هر وخت د دوحې تړون ته د ژمنتيا هشدار ورکوي، مګر مقابل لوری په ډيره احماقانه او بېعقلانه توګه داسې څرګندوني او راپورونه نشروي، چې د ګټې پر ځای يې زيان دوه برابره دی، دا هر څه پر دې څرګند دلالت کوي، چې طالبانو په نظامي ډګر کې دوې لسيزي د امريکا، ناټو او داخلي ګوډاګيانو سر پنجه وهلې وه، هغوی ټول يې د خپلي زبردستي ټيکنالوژۍ، روزل شوو جنرالانو، د خپلو استخباراتي او تبليغاتي شيطانتونو سره سره مات او په ګونډو کړل، په سياسي ډګر کې يې هم د اسلام او هيواد د سترو سترو دښمنانو هيلي او ارمانونو د خاورو سره خاوري کړل، د هغوی ټول مکرونه، فريبونه، جعلسازۍ او دجلونه يې پاش پاش کړل، د سختو حالاتو له تاريکيو او ګردابونو يې په کمال، هنر او ستر متانت ځانونه راويستل، د لمر په څېر د مځکې پر مخ ځل بل شول، له همدې امله له ډير غور، فکر او سوچ وروسته هر د عقل او فکر خاوند له لوري فيصله کيدلی شي، چې طالبان د جهاد او سياست او علمبرداران دي.

#د_دوحې_تړون

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button