سږ کال له کندهاره ۱۱ زره ټنه انځر صادر شوي

عزم(دوشنبه، ۱۱، کب ۱۳۹۹): د کندهار ځايي چارواکي وايي، سږ کال له دغه ولایته ۱۱ زره ټنه انځر بهر ته صادر شوي دي.

د کندهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي، د کندهار وچ انځر په هېواد کې ښه نوم لري او په بهرنیو بازارونو کې هم ښه بیه پلورل کېږي.

د دې ریاست د چارواکو په خبره، د کندهار په ډېرو ولسوالیو کې د انځرو بڼونه شته، خو په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د انځرو ډېر بڼونه دي او له دې ولسوالۍ ډېر انځر هم ترلاسه کېږي.

د یاد ریاست مرستیال عبدالباقي بینا وايي، د کندهار انځر اوسمهال یوازې پاکستان او هندوستان ته صادرېږي، خو نورو هېوادونو ته تر اوسه صادرات نه لري.

دی وايي، که چېرته نورو هېوادونو ته هم د انځرو صادرات پیل شي، نو په دغه ولایت کې ورسره د انځرو کاروبار ښه کېږي.

نوموړی زیاتوي، له ډېرو ستونزو سربېره بیا هم سږ کال له کندهاره د ۶۰مېلیونه ډالرو په ارزښت ۱۱زره ټنه انځر بهر ته صادر شوي دي.

د کندهار د وچو انځرو سوداګر وايي، که حکومت له پاکستان پرته بله لاره پیدا کړي او له نورو هېوادونو سره هم د وچو انځرو سوداګري پراخه کړي، د کندهار انځر به ډېرو هېوادونو ته ورسېږي.

په کندهار کې د انځرو سربېره د انارو او انګورو هم پراخ بڼونه شته، چې هر کال ترې زرګونه ټنه مېوه راټولېږي.

د افغانستان په عمده صادراتي توکو کې تازه او وچې مېوې، طبي بوټي، غالۍ او قیمتي ډبرې دي، چې اوسمهال د نړۍ ګڼو هېوادونو ته صادرېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: