ننګرهار کې اته ډوله نورې د خرماوو ونې کرل شوي

عزم(سه شنبه، ۱۲، کب ۱۳۹۹): د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، د لومړي ځل لپاره د بڼوالۍ د پراختیا په مرکز کې د دغه ریاست له لوري د خرماوو اته ډوله ونې تر علمي څېړنې لاندې نیول شوي دي.

د ننګرهار د کرنې رییس انعام الله ساپی وايي، په دې علمي څېړنه کې د خرماوو اته ډوله «کوبرا، پتروالي، هوا والي، کجر، کربلا، فصلي، اصیل او زخل» ونې له بهره وارد شوي دي او د ننګرهار د بڼوالۍ پراختیا په مرکز کې تر څېړنې لاندې نیول شوي دي. «پر یادو ونو تر څېړنې وروسته به د خرماوو ونو هغه ډولونه چې د ننګرهار اوبو، هوا او اقلیمي شرایطو سره مناسبه وي، ټاکل کېږي او په راتلونکې کې بزګرانو ته یې د کر سپارښتنه کېږي، ترڅو په خپلو ځمکو کې یې وکري او د خپلې خوږې او خوندورې وطني خرماوو خاوندان شو. د خرماوو ونې د هغو ونو په ډله کې دي، چې تل شنې وې او کمو اوبو ته اړتیا لري.»

د ساپي په خبره، د بڼوالۍ د پراختیا په مرکز کې د اووه ډوله ونو «سټروسو، انار، انځر، زیتون، لوکاټ، املوک او خرماوو» ملي کلکسونونه شته، چې له دې ډلې تر دې دمه د سټروسو پر ۶۶، د انارو پر ۸۰، د انځرو پر ۱۶، د زیتونو پر ۱۰، د لوکاټو پر ۱۲، د املوکو پر ۲۴ او د خرماوو پر ۱۴ ډولونه څېړنې شوي دي، چې تر څېړنو وروسته د مالټې درې ډوله، د لیمو درې ډوله، د انارو پنځه ډوله، د انځرو دوه ډوله او د سره املوکو درې ډوله هغه ونې چې د ننګرهار ولایت له اوبو، هوا او اقلیم سره مناسبې دي ټاکل شوي او بزګرانو ته یې د کرکېلي سپارښتنه شوې ده. «د یادو ونو تر څنګ په راتلونکې کې د خرماوو په ګډون په یوشمېر نورو مېوه لرونوکو ونو څېړنې کېږي او د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به بزګرانو ته یې د کرکېلي سپارښتنه وشي.»

له تېرو څو کلونو راهیسې په ننګرهار، هلمند، لغمان، نیمروز او ځینو نورو ولایتونو کې د خرماوو بڼونه جوړ شوي، چې اوس ترې هر کال لسګونه ټنه خرما راټولېږي.

د کرنې وزارت وايي، د هېواد په ګڼو سیمو کې خرما ښه حاصل ورکوي او په راتلونکو څو کلونو کې به د خرما له اړخه هېواد پر ځان بسیا کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: