مسیر ورځپاڼه: د خلیلزاد مهم پیغام سوله او د جګړې لپاره د حکومت ملاتړ نه کوي

عزم(سه شنبه، ۱۲، کب ۱۳۹۹): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته په راتګ او دلته له افغان چارواکو سره په لیدنو ـ کتنو بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي: خلیلزاد پرون له ګڼو چارواکو سره ولیدل او دا سفر ځکه مهم دی، چې خلیلزاد له اوږده ځنډ وروسته کابل ته راغی.

«د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیزاد پرون کابل ته راغی او دلته یې د ولسمشر غني په ګډون د سولې د عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او ځینو نورو چارواکو او سیاستوالو سره وکتل. خلیلزاد له اوږده ځنډ وروسته کابل ته راځي. دا سفر ځکه مهم دی چې دا ځل خلیلزاد د ټرمپ د حکومت نه، بلکې د بایډن د حکومت سیاست عملي کوي. له همدې کبله ټول په تمه دي، چې پوه شي خلیلزاد څه پیغام راوړی او د امریکا متحده ایالتونه د افغانستان له سولې او جګړې سره څه کوي.»

د سرلیکنې له مخې، امریکا هم نه غواړي چې د دوحې شوې هوکړه لغوه کړي او بیا له طالبانو سره جګړې ته ښکته شي، خو امریکا لا هم پر طالبانو فشار راوړي چې څو میاشتې نور یې هم په افغانستان کې عسکر ومني.

«د امریکا نوي حکومت د دوحې د هوکړې او د افغان سولې د پروسې ارزونه پیل کړې وه، چې لا یې هم پایله په رسمي ډول نه ده راوتلې، خو د خلیلزاد له سفر څخه ښکاري چې د امریکا نوي حکومت خپله پرېکړه نهايي کړې او اوس یې د عملي کولو لپاره هڅې کوي. تر اوسه پورې چې څه ښکاري، هغه دا دي چې امریکا پر طالبانو فشارونه راولي او د ځینو غوښتنو منلو ته یې اړ باسي، خو امریکا په هېڅ ډول دا نه غواړي چې د دوحې هوکړه لغوه کړي او بیا له طالبانو سره جګړې ته کښېوځي. امریکا طالبانو ته پیغامونه ورکړي او رسمي خبرې به هم ورسره پیل کړي او ترې وبه غواړي چې څو میاشتې نور هم د دوی ځواکونه ومني. له القاعدې سره اړیکې او ځیني نور مسایل هم یوازې د همدې لپاره یادېږی چې پر طالبانو دا غوښتنه ومني.»

ورځپاڼې لیکلي، د خلیلزاد مهم پیغام دادی چې امریکا په افغانستان کې نوره جګړه نه کوي او نه هم د جګړې لپاره د حکومت تر شا درېږي او حکومت به مجبوره هم کړي چې د طالبانو پاتې بندیان خوشې کړي.

«د خلیلزاد تر ګردو مهم او بنسټیز پيغام همدا دی، چې دوی په افغانستان کې نور جګړه نه کوي او نه هم د جګړې لپاره د حکومت تر شا ودرېږي. دوی غواړي چې د افغانستان جګړه ختمه کړي، خو داسې چې د دوی ګټې ورسره خوندي شي. له همدې امله دوی به له طالبانو سره شوې هوکړه عملي کوي. د هغوی بندیان به ور پرېږدي او یا به حکومت اړ باسي، چې بندیان یې خوشی کړي، لکه چې مخکې یې اړ ایستلی و. د طالب مشرانو نومونه به د امریکا او ملګرو ملتونو له تورو لېستونو وباسي او آن د هغو خنډونو په له منځه وړلو کې به مرسته کوي چې د سولې په پروسه کې جوړېږي.»

د مسیر په باور، د امریکا نوی حکومت هم پر سوله ټینګار کوي او له سولې پرته بله لاره هم نه لري، خو که چېرته خبره جګړې ته ځي، نو جګړه بېرته ښارونو ته راستنېږي.

«د امریکا د نوي حکومت تګلاره هم پر سوله ټینګار دی، نو پکار ده چې دواړه ښکېل اړخونه د جګړې خبرې او هڅې پرېږدي. له سولې پرته بله لاره نشته او دا د ولس غوښتنه هم ده. له همدې امله باید ټول تمرکز پر سوله وکړي. له دې پرته به امریکا خپله طرحه عملي کوي، جګړه به د خپل ځان لپاره ختموي او بیا به موږ په خپلمنځي جګړه کې را ګېر وو چې په طبیعي ډول هم خونړۍ وي او هم به لانجه تر ښارونو را رسیږي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button