مسیر ورځپاڼه: امریکا د بُن په شان د دویمې غونډې د جوړولو په هڅه کې ده

عزم(چهارشنبه، ۱۳، کب ۱۳۹۹): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې کابل ته د زلمي خلیلزاد په راتګ، له چارواکو او سیاستوالو سره یې په لیدنو کتنو او د یوې لویې غونډې د جوړلو په خبرو باندې یې بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، پرون خلیلزاد له دوستم سره لیدلي وو او د یوې لویې غونډې د جوړولو په اړه یې ورسره خبرې کړې وې.

«د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون هم په کابل کې خپلو لیدنو کتنو ته دوام ورکړی دی. نوموړي پرون له پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او عبدالرشید دوستم سره کتلي دي. ویل کېږي چې دوستم په کابل کې له سیاستوالو سره د سولې په تړاو د یوې لویې غونډې خبرې هم شریکې کړي دي. د خلیلزاد او دوستم د لیدنې په اړه په خپره شوې اعلامیه کې د نورو مسایلو تر څنګ راغلي: «خلیلزاد دغه راز په لوړه کچه د یوې غونډې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې دا غونډه به د سولې پروسې له بریالیتوب سره مرسته وکړي».»

د سرلیکنې له مخې، د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه یو کال وړاندې شوې وه او پرېکړه هم په لسو ورځو کې د بین الافغاني خبرو په پیل شوې وه، خو د یوه کال په تېرېدو لا هم بین الافغاني خبرې کومې پایلې ته رسېدلي نه دي.

«پوره یو کال وړاندې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په لاسلیک سره ژمنه شوې وه، چې په لسو ورځو کې به بین الافغاني خبرې پیلېږي. هغه وخت د بندیانو د خلاصون پر سر لانجه د دې سبب شوه چې دا پروسه اووه میاشتې وځنډېږي. اووه میاشتې وروسته بین الافغاني خبرې پیل شوې، خو هېڅ اساسي پرمختګ پکې ونه شو او تر اوسه پورې یوازې پر کړنلاره او اصولو توافق شوی چې هغه هم ډېر ساده مسایل دي. داسې ښکاري چې د دوحې خبرې اوږدې او بې پایلې دي او تمه هم نشته چې کوم مهم پرمختګ پکې وشي. له همدې امله د دغو خبرو د بدیل په اړه هڅې روانې دي. امریکا غواړي په ۲۰۰۱ز کال کې د بُن په شان یوه لویه غونډه جوړه کړي. اوس په دوحه کې د ځینو مطرحو سیاسي اړخونو استازي ګډون لري او د ځینو پکې نشته، خو امریکا غواړي د ټولو سیاسي جهتونو مشران یوې لویې غونډې ته را وبولي او هلته د افغان سولې په اړه اساسي پرېکړې وشي. د دې غونډې ګډونوال به د مطرحو سیاسي اړخونو تصمیم نیوونکې مشران وي او دوی به له طالبانو سره د افغان سولې په تړاو وروستۍ پرېکړې کوي.»

د مسیر په باور، امریکا دا ځل هم د ۲۰۰۱ز کال د بُن په شان د یوې بلې غونډې د جوړولو په هڅه کې ده، خو دا ځل به ټول ښکېل لوري پرې توافق ته اړ کېږي، خو هغه بُن هم افغانستان باثباته نه کړ او له دې غونډې هم کومه هیله نشته.

«اوس چې خلیلزاد په کابل کې په لوړه کچه د کومې لویې غونډې د جوړېدو په اړه خبرې کوي، هغه بُن ته ورته غونډه ده. که څه هم په بین الافغاني خبرو کې ډېر او مهم مسایل شته او په لنډ وخت کې یې حل کول هم ستونزمن دي، خو ویل کېږي چې امریکا له وړاندې د افغاني سولې لپاره یوه طرحه جوړه کړې او په دې لویه غونډه کې به یې له ګډونوالو سره شریکه کړي. په دې طرحه کې ښايي څه واړه بدلونونه راشي، خو ښکېل اړخونه به اړ ایستل کېږي چې پرې توافق وکړي. په ۲۰۰۱ز کال کې چې څه ډول په بُن غونډه کې امریکا هر څه رهبري کول، دا ځل به په لږ توپیر بیا هم همغسې کار کوي. دا ښه ده چې ټول افغان سیاسي مشران را ټول شي او د سولې لپاره پر یو پراخ، جامع او هر اړخیز تړون سره یوه خوله شي. د دوحې د خبرو پر ځای به دا اغېزناکه لاره هم وي، خو که د دې غونډې هر څه بیا د امریکا په لاس کې وي، نو څه ډول چې په ۲۰۰۱ز کال د بُن غونډې افغانستان امن او باثباته نه کړ، دغسې به دا غونډه هم ستونزې حل نه کړي. له همدې کبله پکار ده چې افغانان خپله پرېکړه وکړي او د امریکا په ګډون د بل چا تر مدیریت او رهبرۍ لاندې پر مسایلو بحث او پرېکړې ونه کړي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button