پرو سږکال د هوايي دهلېزونو له لارې ۷زره ټنه توکي صادر شوي

عزم(چهارشنبه، ۱۳، کب ۱۳۹۹): د افغانستان بانک چارواکي وايي، پرو سږکال د هوايي دهلېزونو له لارې ۷،۴۱۴ ټنه بېلابېل توکي بهر ته صادر شوي دي.

د یاد بانک له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په ۲۰۲۰ز کال کې د ۵۱۳پروازونو له لارې ۷،۴۱۴ ټنه بېلابېل توکي بهر ته صادر شوي، چې ارزښت یې هم ۱۹۴مېلیونه امریکايي ډالر وو.

د خبرپاڼې له مخې، چین ته ۳،۳۵۳ مټرېک ټنه توکي د ۸۶ پروازونو له لارې، هندوستان ته ۲،۸۷۵ مټرېک ټنه توکي د ۲۰۷ پروازونو له لارې، متحده عربي اماراتو ته ۳۱۸ مټرېک ټنه توکي د ۹۱ پروازونو له لارې، سعودي عربستان ته ۹۰ مټرېک ټنه توکي د ۲۹ پروازونو له لارې، ترکیې ته ۳۷ مټرېک ټنه توکي د ۱۱ پروازونو له لارې او بېلابېلو اروپايي هېوادونو ته ۶۹۵ مټرېک ټنه توکي د ۱۹۱ پروازونو له لارې صادر شوي دي. « پرو سږکال د هوايي دهلېزونو له لارې د صادراتو لړۍ روانه وه او حتی د کرونا وایروس او د قرنطین پر مهال هم توکي صادرېدل، خو په روان ۲۰۲۱ز کال کې به دغه لړۍ نوره هم چټکه شي.»

له افغانستانه وچې او تازه مېوې، طبي بوټي، زعفران، غالۍ، قیمتي ډبرې او ګڼ نور کرنیز توکي بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي، چې په نړیوالو بازارونو کې هم ښه بازار او ګڼ مینه‌وال لري.

تېره اوونۍ د ځمکې له لارې ازبکستان او کاناډا ته هم د وچې مېوې صادرات پیل شول.

افغانستان په وچه کې راګېر دی او خپل ګڼ توکي د الوتکو له لارې نورو هېوادونو ته صادروي، چې ډېری وخت یې سوداګر له ګټې ډېر زیان کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button