په فراه کې د مېوه لرونکو ونو ۵۳۱ نوي بڼونه جوړ شوي

عزم(چهارشنبه، ۱۳، کب ۱۳۹۹): د کرنې وزارت وايي، په فراه کې یې د مېوه لرونکو ونو ۵۳۱ نوي بڼونه جوړ کړي.

د دغه وزارت مسوولین وايي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې د نیالګیو اېښودو د پسرلني کمپاین په لړ کې د فراه په ولایت کې ۵۳۱ نوي بڼونه جوړ کړي دي. «په دغو نوو بڼونو کې د انګورو ۲۸۴ جریبه بڼونه، د انارو ۱۲۲ جریبه بڼونه، د عنابو ۷۵ جریبه بڼونه، د ناکو او الوچې ۵۰ جریبه متراکم بڼونو شامل دي، چې د خاک سفید او پشت رود په ولسوالیو کې جوړ شوي دي. یاد بڼونه په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د کچې ټیټولو او د ارزښت لرونکو محصولاتو د دودولو په پار جوړې شوي دي.»

همدارنګه د هلمند د کرنې ریاست هم وايي، چې په دغه ولایت کې د مالټو د ترویج هڅې پیل شوې دي او په لښکرګاه کې په نیم جریب ځمکه کې د مالټو ترویجي بڼ جوړ شوی دی.

د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې یاد بڼ کې د لعل په نوم د مالټو ورایټي «ډول»، چې ددې ولایت له خاورې، اوبو او هوا سره توافق لري اېښودل شوي دي او یاد بڼ د بزګرانو د زده کړو په موخه جوړه شوی دی.

د ښاغلي الکو په خبره، د دې تر څنګ د کرنې ریاست اړوند د انار باغ د نیالګیو روزلو په نرسرۍ کې نږدې دوه زره د نارنجو نیالګیو کې د مالټې پیوند لګول شوی دی او دغه راز دوه زره اصله لیمو او ۴۰زره اصله د نارنجو نیالګي روزل شوي دي، چې روان کال به د کړنلارې له مخې بزګرو ته په واک کې ورکول شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button