وال سټریټ ژورنال: بایډن له افغانستانه د عسکرو وېستلو له چیلنج سره مخ دی

عزم (پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۹): وال سټرېټ ژورنال ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې د یو مطلب په خپرولو سره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر او د افغان سولې وروستیو مذاکراتو ته پام ور اړولی دی.
ورځپاڼې لیکلي: که څه هم په دې وروستیو کې د بایډن سر و کار د کرونا ضد مبارزې او ایران سره خبرو اترو ته اوښتی؛ خو له افغانستانه د عسکرو وېستل د بایډن مخې ته لا هم د یو چلینج په څير پاتې.
د مطلب لیکوال وايي: « د لومړي ځل له پاره په عملي توګه دايمي جګړو سره د ولسمشر جوبایډن مخالفت ازمویل کېږي.
نوموړی زیاتوي: جوبایډن ته لا هم له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مسئله مخې ته پرته ده چې په اړه‌ يې باید له دوو مهمو پرېکړو، ځواکونه له افغانستانه وباسي او کنه؟ یوه پرېکړه وکړي.
وال سټرېټ همداراز ویلي: چې تر دې وړاندې د امریکا دریو نورو ولسمشرانو هم ژمنه کړې وه چې خپل ټول ځواکونه به له افغانستانه وباسي او دغه اوږده جګړه به پای ته ورسوي؛ خو یو یې هم په دې کار د کاري دورې تر پای پورې؛ بریالی نه شو.
د وال سټریټ ژورنال په باور: د افغانستان جګړه نه ‌یوازې دا چې د امریکا لپاره تر ټولو اوږده جګړه ګرځېدلې؛ بلکې د ډيرې اندېښنې وړ هم بلل شوې.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي: که جوبایډن د افغانستان جګړه پای ته رسوي؛ نو له دې ګواښ سره مخ دی چې آیا طالبان به په رښتیا هم له جګړو لاس واخلي او که نه؟
په ورته وخت کې ژورنال د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوي تړون ته هم یوه لنډه کتنه کړې چې تېر کال د فبرورۍ په ۲۹ مه د دواړو لوریو استازیو امضاء کړ او له مخې یې امریکایان باید تر مۍ میاشتې پورې له افغانستانه ووځي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button