Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

بې وزيره وزارت!

نړۍ د پېښو د پېښېدو او د ادلون بدلون ځای دی، په انسانانو باندې هر ډول پېښې او حالات راځي او همداشان ادلون بدلون هم در واخله. په کابل کې د استاذ رباني واکمني وه (البته په نوم واکمني)، که نه د کابل ښار خو په شپږو پاچاهيو وېشل شوی و او نوموړي د ولسمشرۍ څوکۍ په ځان پورې نټ او بوټ کړې وه، په هېواد کې او له هېواده د باندې يې له ځان څخه نه لرې کوله. همدارنګه د کابينې ډېری وزيران يې خپل ګوند (جمعيت) او د اتحاد اسلامي (سياف) له ګوند نه وو، چې د زياترو کورنۍ هم په پاکستان کې وې او بېچاره وزيران د خپلو کورنيو د ليدلو لپاره د هوايي چلند د وزارت د کمزورتيا او د الوتکو د زړښت له امله د کابل ــ تورخم لارې په موټرو کې سفرونه کول. نو يو ځل د پېښور کوم اخبار وليکل: وزيران د خرو او کچرو په لار! ما ټکان وخوړ چې دا څه چل وشو؛ خو د ورځپاڼې په وروستيو کرښو کې کښلي و، چې د افغانستان دوه وزيران (صديق چکري او يو بل) په تورخم کې په هغه لاره لاره پېښور ته راغلل، کومه چې د اسانو، کچرو، خرو او اوښانو د تګ راتګ لپاره وه؛ ځکه د تورخم دروازه بنده وه. همداشان يو بلې کومې پښتو ورځپاڼې ليکلي و: چکري د پېښور په چکر. زه هم اريان دریان شوم چې دا څه ډول خبر او عنوان دی!؟ اخو چې د خبر تفصيل ته لاړم، نو جوته شوه چې د کابل ادارې يو وزير (محمد صديق چکري) پېښور ته راغلی دی.
هو! پخوا زمانه کې هم د افغانستان ژمنۍ پلازمينه پېښور او د اوړي پايتخت يې کابل و، نو د رباني په دوره کې هم وزيران د پېښور په دوره تلل. همداراز افغانستان ته د دېموکراسۍ له واردېدو وروسته د هېواد وزيران بهرنيو هېوادونو ته په چکرونو ځي او د محمد صديق چکري، چې د کابل د (چکړي) و، د هغه ياد تازه کوي؛ خو ولې اوس مهال ځينې داسې وزيران او لوړ پوړي چارواکي هم شته چې د کابل ادارې بهر ته تبعيد کړي او بېرته يې په هېواد کې ليدل نه غواړي.
راپورونه وايي، چې اسدالله خالد (د دفاع وزير) امريکا ته شړل شوی او جنرال ياسين ضياء هم کوم اروپايي هېواد ته پارسل شوی، چې له نامعلوم برخليک سره مخ دي. اوس د دفاع وزارت چارې شاه محمود مياخېل سمبالوي او خدايزده چې د ياسين ضياء دنده به څوک پر مخ بيايي؟ اسدالله خالد د امريکا پوخ جاسوس او ايجنټ دی، اشرف غني يې له څوکۍ نه شي شړلی، البته امريکا او غني به په سلا مشوره يو داسې کس د ياد وزارت لپاره را مخ ته کړي، چې د افغانانو په ټولوژنه کې ښه مهارت ولري، څو د اسدالله خالد دعاګوی پيدا شي.
د امريکا غلامان بايد خپل ځانونه وپېژني، پر خپل اهميت او ارزښت باندې پوه شي، د واک او ځواک په نشه کې پر خپلو هېوادوالو ظلمونه بس کړي او خپلو بادارانو ته ووايي، چې نور زمونږ له هېواده ووځئ، د هېواد بچيان خپل هېواد په خپله ودانولی شي. ولې متاسفانه د صلیبيانو غلامانو او ایجنټانو څخه شاه شجاع ډېر شرف درلود، هغه د جهادي مشرانو په وينا د انګريزانو خلاف د جهاد امر وکړ، اما دا ايجنټان خو له جهاده داسې ډاريږي چې له صلیبيانو څخه څو ګامه مخکې دي او د جهاد او ‏مجاهد پر ضد د ابليس په څېر تبليغات کوي.
پسرلي را روان دي، د کابل اداره به هم د تېر په څېر پسرلني عمليات اعلانوي، خو وزارت يې بې وزيره دی! د نظامي ځواکونو مشر يې هم په اروپا کې لا لهانده ګرځي!
د کابل ادارې ته په کار ده چې په اخلاص سره بین الافغاني مذاکراتو ته دوام ورکړي، په خبرو کې اخلاص څرګند کړي، خنډونه ايجاد نه کړي. داسې و نه وايي، چې لنډ مهالی حکومت نه منو. باید داسې اظهار وکړي چې سوله راځي، مونږ له واکه هم لاس اخلو او حکومت هم د ملت د سترو ګټو په پار قرباني کوو او ترې تېرېږو. د کابل ادارې وزيرانو او نورو چارواکو ته لازمه ده چې د سولې ضد بيانونه ور نه کړي؛ ځکه دوی د امريکا د ټيټ پوړي چارواکي په خبره، امر او حکم له واکه ګوښه کيږي. اسدالله خالد چې د دفاع وزير وټاکل شو، ځينې ولاياتو ته لاړ، د ده چاپلوسانو وويل: د هېواد بچی د ملت له سرتېرو سره. ولې څلور ورځې وړاندې د دوی په اصطلاح (د سرتېرو ورځ) باندې د هغوی تر څنګ و نه درېده!
ليکنه: عباس عابد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button