طنز: توره تخته

ماشوم په ډیر خفګان سره کور ته راغی او خپلې مور او پلار ته یې شکایت وکړ چې د خپل ټولګي توره تخته هیڅ نه شي لیدلی.
والدین یې سخت ووېرېدل او ماشوم یې نېغ د سترګو معالج ته روان کړ.
ډاکټر د ماشوم هر ډول معاینات وکړل او چې ښه یې ځان مطمئن کړ؛ نو د هغه پلار ته یې وویل: زوی دې د سترګو کومه خاصه ناروغي نه لري.
په دې وخت کې ماشوم پرې راغږ کړل: ډاکټر صیب! ما نو کله ویلي چې زما سترګې کار نه کوي.
پلار یې حیران ور وکتل: نو بېا تا څنګه وویل، چې د ټولګي توره تخته هیڅ نه شم لیدلی.
ماشوم ځواب ورکړ: هغه ځکه چې مخې ته مې یو غټ سری هلک ناست وي.
ژباړه: سمسور

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button