غزل: زما د شهید لالي ارمان پوره شو!

ایله زما د شهید شوي ورور ارمان پوره شو
چې دښمن تور شو او جانان رضا شو

له مودو وروسته یې زړګی سپک کړی
ښه شو چې زمونږ برخه اسمان رضا شو

د کونډو پېغلو غچ یې واخیسته د وینو په تول
له مجاهده د شهید لالي کاروان رضا شو

سوله یې وکړه، نن سبا کې روانیږي دا دي:
د احمد شاه لمسو ته واړه غربیستان رضا شو

ما یې په مخ باندې موسکا لیده شاعره یاره
له جنتي شهید په دې دنیا سبحان رضا شو
عابد ۲۰۲۰/۳/۳

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button