پردی کټ تر نیمې شپې وي
عبدالرشید کامران
تاریخ ګواه دی چې د پردیو لاسپوڅي تل خپل ملت ته شرمېدلي او د خپلو بادارانو له لوري رسوا شوي دي، الهي قانون هم داسي دی چې پر ظالم باندې بل لوی ظالم مسلط کوي، د مظلوم او غریب حق تر ګونډو لاندې کوونکي بیا وروسته په خپل مینځ کې لاس او ګرېوان وي، غدار او خائن به د تل لپاره خپل ملت ته سر ټیټی او د خپل وجدان په محکمه کې ملامت وي، د شوروي تر یرغل او انخلاء وروسته د ډاکټر نجیب رسوایي او له نوموړي نه د خپلو بادارانو بیزاري ټولې نړۍ اولیدله، په غلامۍ کې هیڅ چا هم غړکې نه دې راوړې، خو د اقتدار نشه او د څوکۍ خوند بیا دومره خوږ دي چې انسان په غوږو کوڼ او سترګو ړوند کړي، له ځان نه ښامار جوړ کړي او په څوکۍ باندې د خزانې په څېر را تاو شي.
د اقتدار په تر لاسه کولو کې بې شمېره انسانانو خپل قیمتي ژوند له لاسه ور کړی دی، هغه طبقه چې په مازغو کې یې د عقبی فکر نه وي او بشپړه پاملرنه یې د مغل بادشاه ظهیرالدین بابر دې خبرې ته وي چې ” بابر به عیش کوش که عالم دوباره نیست ” هغه خو بیا بیخې د اقتدار لیوني وي، زیاتره پېښې او جنګونه له دې امله را مینځ ته کیږي، چې واک تر لاسه کړای شي.
له بده مرغه افغانستان هم د داسې لاسپوڅو واکدارانو یو لوی داستان لري چې پر څوکۍ چو شول او ټولې ملي شتمنۍ او دولتي ملکیتونه یې د خپل ځان اوبلل، په دې وروستیو کې د امریکایانو ګوډاګي او د کابل ادارې مشر پر څوکۍ ایمان راوړی او د سولې پر وړاندې رنګارنګ خنډونه ایجادوي، نور که ټول هیواد ورانیږي یا بمباریږي، د ده یې پرې څه؟ بس خو چې په ارګ کې امن وي او دی سره له څو نورو ټامیانو خپلو جیبونو او نسونو ډکولو ته خلاص وي، د ارګ له سیمټي دېوالونو د باندې په هیڅ د خدای نه دی خبر، واک او اختیار یې ټول له خارجیانو سره دی او د امنیت کلي یې بیا د شمال لنډغر نا صالح ته ور کړې ده.
په غلامۍ کې تر دې حده ورسېد چې مخکینې لاسپوڅي او ګوډاګیان یې په قبرونوکې وشرمول، په خپلو کړنو او ویلو کې همیشه خارجیانو ته د خپلي غلامۍ احساس ورکوي، په تېر 2020 ز کال کې چې کله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ باګرام ته راغی، نو په ځای د دې چې کابل ته راشې او د ادارې له مشر سره اوګوري، نوموړی د ملاقات لپاره باګرام ته ورغی او د امریکایانو په کیمپ کې یې ور سره وکتل،د وینا پر مهال یې دا تاثر ورکړ چې ګواکې د نوموړي په حکومت کې امریکایانو ته بیخې کم زیان رسېدلی او دی د امریکا یو وفاداره ملګری دی، تر وینا وروسته چې کله ډونالډ ټرمپ تر ځان شاته د خپلو عسکرو په کتار کې ودراوه نو په څېره کې یې لا زیات د غلامۍ احساس جوته شو.
د هیواد په زیان او تلفاتو یې سترګي پټې او د واشنکټن د امنیت ساتلو په فکر کې ستومان دی، خپلو عسکرو ته په ډاګه وایي چې” بې له تاسو نه بین المللي امنیت په خطر کې ده، د تاسو له برکته ده چې په واشنګټن باندې حمله نه ده شوي، په نیو یارک باندې بمونه نه دې چاودېدلي” د ارګ ویاندویان ډېر په ډاګه سره وایي چې زموږ او خارجیانو دښمن مشترک او مبارزه مو په ګډه ده، له داسې بیاناتو نه یې هم هدف خارجي بادارانو ته خپله وفا داري ور یادول دي.
خوبالمقابل باداران یې دا ملګرتیا په هیڅ نه ارزوي، یو څوک که په کور کې څاروي ولري او څه موده ورسره تېره کړي، نو په زړه کې یې خا مخا پر هغوی باندې د ترحم او شفقت داعیه پیدا کیږي، د کور سپی او چرګ هم سړي ته ګران وي، د پښتنو مشهور متل دی چې، پر سپي د څیښتن خوا بدیږي، خو د کابل ادارې مشر او ملګري یې له دې نه هم ټیټ حیثیت لري، کابو دوه لسیزې کیږي چې دغو غلامانو امریکا ته بادار ویلي او د دوی په خوشالۍ کې تر دې حده ورسېدل چې خپل وطن یې لوټې لوټې کړ تر څو له غربي پلارانو نه د اطاعت مډال تر لاسه کړي او به زعم خویش له ژوند نه یې محروم نه کړي، خو باداران یې بیا دوی ته د چرګ او سپي په سترګه هم نه ګوري.
کله چې امریکایان په دې او پوهیدل چې په کابل کې ناست د دوی لاسپوڅې اداره تر غړۍ په فساد، رشوت، چور او غلا کې ډوبه ده نو یې درک کړ چې نور دلته بریا په لاس نه راځي او جګړه اوږدول هڅې د وخت او مال دواړو ضیاع ده، له طالبانو سره یې مستقیما سیاسي اړیکه اونیوله تر څو د مسئلې حل د میز پر سر پای ته ورسوي، او مزاکرات یې پیل کړل، د کابل اداره په دې فکر کې وه چې د مزاکراتو په دې لومړي بهیر کې به دوی هم د ارغلي دریمه پایه وي او په مخامخ خبرو کې به په جانب مقابل باندې د فشار راوړلو کامیابه هڅه وکړي، خو بخت یاري نه ورسره وکړه، امریکایانو د خلیلزاد په واسطه له طالبانو سره د جګړې د یو مهم اړخ په حیث مخامخ خبري پیل کړي، د کابل ادارې ارمانونه لا تر اوسه، بلکې تر ابده پورې نیمګړي پاتې شول،
کله چې د مزاکراتو په جریان کې د امریکا سر ټمبه اولسمشر ډونالډ ټرمپ د مزاکراتو د لغو کیدلو نا څاپي اعلان وکړ نو یو ځل بیا د ارګخېلو غوا لنګه شوه او په مړ ژواندې وجودونه کې یې بیرته له سره ساه روانه شوه، خو دا خوشالۍ یې هم تر ډېره نه وه، کله چې بیرته مزاکرات پیل شول نو رنګونه یې والوتل او د حسرت سترګي به یې خپلو بادارانو ته غړولي.
د مذاکراتو په دې ټول بهیر کې د کابل اداره یوه کونج ته پاتې وه، د قطر لورې او د خلیلزاد راتګ ته به یې غوږونه سک نیولي وو، آن تر دې چې د 2020 ز کال د فبروري په 29 مه باندې امریکا په دوحه کې د ګڼو شاهدانو په حضور کې، د شل کلنې جګړې د ختمولو تړون له طالبانو سره امضاء کړ، د کابل ادارې د بندیانو د ازادولو په موضوع کې د وخت ضیاع ته کار ویلی و او امریکایان یې دې طرف ته متوجې کول چې که چیري بندیان ازاد کړي نو د طالبانو لیکو ته به ورشي او د دوی امنیت ته به خطر پېښ شي، خو بیا هم امریکایانو په وچ زور باندې بندیان پرې خوشي کړل او دوی په رډو رډو ورته کتل.
کله چې د امریکا انتخابات پیل کیدل او اټکل کېده چې بائډن به د امریکا راتلونکی اولسمشر وي نو د کابل ادارې ټوله طمعه او توجه بائډن ته وه، بیا چې کله بائډن بریالی شو نو دوی هم له خوښۍ نه په جامو کې نه ځاییدل، په دې امید و چې کیدای شي د نوي حکومت اداره له طالبانو سره شوی تړون مات کړي، خو چې کله د بائډن له خوا هم نا هیلي شوو نواوس مهال په دې لټه کې ده چې په څه نا څه چل امریکایان دې ته قانع کړي چې د دوحې تړون نقض کړي او پاته کیدو ته یې زمینه برابره شي.
لومړي مرستیال امرالله صالح ته د کابل امنیت سپارل هم د دې سلسلې یوه کړۍ ده، له کومه وخته چې نا صالح ته دا وظیفه ورکړل شوې ده، له هغه وخت نه د کابل امنیت تر بل هر وخت خوفناک او نا امنه دی، هره ورځ د مدني فعالانو، جورنالیسټانو، علماء کرامو او بې ګناه خلکو ترور کول د هم دې هدف لپاره تر سره کیږي چې د خارجي بادارانو پام ځان ته ور واړوي او په دې فکر باندې د دوحې تړون مات کړي چې ګواکې په کابل کې تروریستي حملې لا تر اوسه شتون لري،د القاعده ډلې د شتون او د طالبانو سره د اړیکو ادعاوي هم د دې پلیت هدف تر لاسه کولو لپاره کوي.
د کابل اداره دې یاد ساتي چې څومره هم خپلو بادارانو ته لکۍ او وهي، هغه هيڅ کله هم د پردیو په قبرستان، افغانستان کې د پاتي نه دې، لګیا دي خپلې بسترې باروي، د یرغل ټغر ټولوي او غواړي چې په هر قیمت د دې سریښو له ډنډ نه ځان اوباڅي، دوی به یوازې په لوګه مېنه د ملت د احتساب له پاره پاتې وي، او د خپلو کړنو حساب به ورکوي.