امریکا کابل ته د زلمي خلیلزاد سفر اغیزناک بللی

عزم(پنجشنبه، ۱۴ کب ۱۳۹۹): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس په یوه خبري غونډه کې ویلي چې کابل ته د خلیلزاد درې ورځنی سفر اغیزناک وو.

هغه د خلیلزاد د سفر جزئیات نه دي ورکړي، خو په افغان رسنیو کې د ځینو سرچینو په حواله داسې یو خبر ګرزي چې نوموړي یوه لس مخیزه کاپي له افغان سیاسیونو سره د راتلونکي حکومت د جوړښت په اړه شریکه کړې چې له ارګ پرته اکثره سیاسیونو ورسره توافق هم ښودلی.

په ورته وخت کې کابل کې د امریکا سفارت هم ویلي چې خلیلزاد د خورا مهمو مسایلو او سولې په اړه له افغان چارواکو، سیاسیونو او مدني فعالینو سره خبرې کړې دي.

د خلیلزاد د جوبایډن له نوې دورې وروسته دا لومړی سفر دی چې له جرمني یې پیل کړی او قطر ته به هم ځي تر څو هلته له طالبانو سره هم خبرې وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button