د خلیلزاد تازه سفر؛ طالبان به لنډمهالی حکومت ومني؟
خط اول:
د تېرې دوشنبې په ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغی. خلیلزاد په دغه سفر کې له بېلابېلو دولتي چارواکو او سیاستوالو سره ولیدل. نوموړي له اشرف غني، عبدالله عبدالله، حامد کرزي، عبدالرب رسول سیاف، عبدالرشید دوستم او ځینو نورو سیاستوالو سره ولیدل او د سولې په اړه یې ورسره خبرې هم وکړې. کله چې زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټاکل شوی، نوموړي له دې وړاندې هم لسگونه ځلې کابل ته سفر کړی؛ خو دا ځل یې سفر ځکه ډېر مهم وو، چې د نوموړي له راتگ سره رسنیو ځینې بحثونه هم راپورته کړل. ځینو رسنیو وویل چې د بُن په شان دویمه غونډه دا ځل په ترکیه کې جوړېږي او د راتلونکي حکومت په اړه پکې پرېکړې کېږي او ځینې نوي کسان په گمارل کېږي او اوسني ځینې چارواکي به له دندو گوښه کېږي.
الجزیرة شبکې د سې شنبې په ورځ د خپلو سرچینو په حواله ویلي وو، د امریکا ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد د خپل سفر پر مهال حکومت ته ښکاره کړې، چې امریکا کله هم د دوحې له تړون څخه نه وځي؛ بلکې د دې هوکړې د یو شمېر مواردو د تعدیل په اړه غور کوي. همدارنگه خلیلزاد په اوربند او د راتلونکي افغان حکومت په څرنگوالي هم خبرې کړي دي. خلیلزاد دا ځل حکومت ته د طالبانو او حکومت ترمنځ په لوړه کچه د یوې ناستې وړاندیز هم کړی.
د خلیلزاد له سفر سره هممهاله د گډ حکومت په اړه هم گڼ بحثونه راپورته شوي. تر اوسه نه طالبانو او نه هم حکومت د گډ حکومت، نوي اسلامي حکومت او لنډمهالي حکومت په اړه کوم غبرگون ښودلی. اشرف غني له دې وړاندې څو ځلې ویلي، تر هغه وخته چې دی ژوندی وي، طالبان به لنډمهالی حکومت ونه گوري. د خلیلزاد هغه طرحه چې تر اوسه په رسنیو کې پرې بحثونه کېږي او ځینې رسنۍ ادعا کوي چې د دوی لاسونو ته ورغلي، ځینې مادې گونگې دي او کېدای شي طالبان یې منلو ته چمتو نهشي؛ ځکه طالبانو له دې وړاندې په څو ځلې ویلي چې نه لنډمهالی حکومت غواړي او که امریکا تر ټاکل شوې نېټې خپل عسکر ونه باسي، نو له سخت غبرگون سره به مخامخ شي.
د بېلگې په ډول د خلیلزاد په طرحه کې د سولې انتقالي حکومت به جوړېږي؛ یو درېیم کس به د دې حکومت مشر وي، اسلامي فقهې عالي شورا به جوړېږي، د اساسي قانون د تعدیل کمېسیون به جوړېږي، ملي شورا به وي؛ خو ځینې نوي غړي به یې طالبان ورپېژني، حکومت به مقننه، قضایه او اجراییه قوې ولري او مشر به یې ولسمشر وي«ولسمشر معلوم نه دی، چې اشرف غني به وي او که بل کس.»، همدارنگه لومړی وزیر به هم وي. دا خبرې تر اوسه اټکلونه دي او نامعلومه سرچینې دي؛ ځکه په دې اړه تر اوسه کره معلومات نهشته او نه هم کوم لوري رسمي تایید کړي دي. خو د خلیلزاد دا سفر مهم ځکه و، چې په خپلو لیدنو کې یې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته د چټکتیا وربښلو په موخه د سیمهییزو هېوادونو سفر پیل کړی او له دې وروسته به جرمني، قطر، متحده عربي امارات او پاکستان ته هم سفرونه وکړي.
د طالبانو او امریکا ترمنځ له هوکړې یو کال پوره شو؛ خو تر اوسه یوازې د طالبانو پینځه زره بندیان خوشې شوي او د طالبانو له لوري هم زر تنه حکومتي عسکر خوشې شوي دي. بین الافغاني خبرو ته چې تمه وه، تر اوسه ورو روانې دي او دواړه لوري ترې ناخوښ ښکاري. د حکومت په پلاوي کې داسې کسان دي، چې یوازې د خبرو لپاره تللي، خو د پرېکړې واک نه لري. امریکا نوي حکومت هم د دوحې تړون بیا ارزونه پیل کړې او په نږدې راتلونکې به کې به د افغانستان په اړه خپله نوې تگلاره اعلانوي. داسې ښکاري چې د امریکا نوی حکومت هم نه غواړي چې د دوحې له تړون ووځي، له طالبانو سره بیا جگړه پیل کړي او یا په افغانستان کې خپل عسکر پرې ږدي؛ ځکه د دوحې له تړون وروسته په افغانستان کې د امریکا مالي لگښتونه کم شوي، د عسکرو شمېر یې هم دوه نیم زرو ته رسېدلی او له طالبانو سره له ۱۱پړاوه خبرو وروسته یوې هوکړې ته هم ورسېدل.
خو هغه څه چې طالبان نه غواړي هغه لنډمهالی حکومت دی. طالبانو له دې وړاندې څو ځلې ویلي چې له اسلامي نظام پرته بل حکومت نه غواړي. ځکه نور ولس هم نه غواړي چې په جگړه کې پاتې شي او نه هم د ارگ د څو کسانو پرته نور ولس په افغانستان کې امریکايي او د ناټو عسکر غواړي.