Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

هو، افغانستان د امپراطوريو هديره ده!

څو کاله وړاندې مې په يوه عربي مجله کې ولوستل: افغانستان د امپراطوريو هديره ده. نو په دې سره مې فکر تر لرې لرې غزونې وکړې، مکناټن مې ذهن ته راغی، چې د وزير محمد اکبر خان د شهيدولو لپاره يې توپانچه له ځان سره راوړې وه؛ خو په خپله پرې ووژل شو. همداشان ميوند مې تر سترګو سترګو وشو، چې سردار محمد ايوب خان له افغاني غازيانو سوره په ميوند کې په انګريزانو مېندې بورولې او د ميوند ملالۍ هم تاريخ ته تاريخي لنډۍ ور ډالۍ کړه او د هغې (ټپې) په برکت افغانانو فتح وکړه او زرګونه انګرېزان يې مردار کړل. او دا استقلال او خپلواکۍ په غزا کې خو مجاهدينو غليم (انګرېزانو) ته داسې ګوزارونه ورکړل چې د هند په نيمه لويه وچه کې یې هم پښې په لړزان کړې، خپل هېواد يې ترې ازاد کړ او (۲۸) کاله وروسته هندوستان هم د استقلال او ازادۍ خاوند شو. او د انګرېزانو هغه امپراطورۍ ړنګه شوه، چې لمر نه په کې ډوبېده.
د انګريزې امپراطورۍ وروستۍ شپې وې چې په دې وخت کې شوروي اتحاد جوړ شو، پنځلس جمهوريتونه يې له ستوني تېر او له هغو نه يې په بشړ ډول هر څه واخيستل. له هغه شپږ لسيزې وروسته يې په ۱۹۷۹ ز پر افغانستان باندې يرغل وکړ، چې د افغانانو د سرښندنو په نتيجه کې شورويانو هم ماتې وخوړه او نه (۹) کاله پس له افغانستانه ووتل او د دوی يرغل او بېرته تېښته د شوروي امپراطورۍ پر ختمېدا او ړنګېدا منتج شو، يعنې د افغاني ګوزار په برکت د شوروي اتحاد پر تابوتو وروستی مېخ ټک وهل شو او افغانانو په شلمه پېړۍ کې د دوو امپراطوريو د ړنګولو اعزاز او امتياز په خپل نوم کړ.
د شوروي اتحاد يرغل او د هغه پر ضد جهاد او مبارزه مو په خپلو سترګو لېدلی، د سنګرونو فتوحات مو هم ليدل او د شهادتونو کيسې مو هم په خپلو غوږونو اورېدلې، د شورويانو ځواک او د مجاهدينو قوت سره د پرتله کېدو نه و، اما الهي مرسته، الهي مرسته وه، چې د بدر، خندق، حنين او … حماسې يې را ژوندۍ کړې.
نن مې بيا د يو ورور د يوې ليکنې عنوان تر سترګو شو، «د افغانانو په لاسونو د دريمې امپراطورۍ ړنګېدل» عنوان او سرليک مې خوښ شو، د امپراطورۍ (امريکا) د هغه وخت د ديکتاتور (واکر بوش) هغه اپلتې او ګډې وډې را په ياد شوې، چې د لېوني په څېر يې هرې خوا ته خوله اچوله. د امريکا په سوداګريز مرکز باندې له بريده وروسته يې د تمدنونو د جګړې او د صليبي جنګونو د پېلېدا بابولالې پېل کړې.
واکر بوش د صليبيانو لوی حش تيار او پر افغانستان يې يرغل وکړ او د اسلامي نړۍ ډېری واکمنو يې هم ملاتړ وکړ او يو شمېر چوپ پاتې شول، لوی لوی پوځي او اقتصادي هېوادونه غلي ساړه کېناستل، نو امريکا ته درس ښودل يوازې تش لاسو افغاني طالبانو ته ور پاتې شول، چې د خپل اېماني ځواک په اساس يې صليبيانو ته درس ور وښود، هغو سرکښو صليبیانو ته يې سبق ور وښود، چې په قاموس کې يې (سوله، روغه، جوړه او پخلاينه) نه وه. طالبانو چې د خرپ او ترپ غزا پېل کړه، له دوی (صليبیانو) څخه يې هم لاره ورکه کړه، نو اوباما او ټرمپ هم له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وېستلو ژمنې وکړې، دا ژمنې د روغ نيت په بناء نه وې، بلکې له دې امله وې چې په افغانستان کې يې د تلفاتو کچه د دوی له اټکله خورا لوړه وه.
امريکا خپله ماتې وليدله نو د سولې خبرې اترې يې شروع کړې او له څو پړاوونو وروسته يې د قطر هېواد په دوحه کې د (۲۰۲۰ ز) د فروري په (۲۹ مه) له طالبانو سره يو تړون لاسليک کړ او هغه تړون ملګرو ملتونو هم په رسميت وپېژانده او د امريکا اوسنی ولسمشر جو بايډن هم له هغه سرغړونه نه شي کولی!
بناءً له طالبانو سره د امريکا تړون د دې هېواد د سياسي ماتې په معنی ده؛ ځکه د طالبانو شرطونه يې ومنل، په تدريج سره يې يو شمېر ځواکونه له افغانستانه وېستل او تر مۍ ةياشتې پورې يې د پاتې عسکرو د وېستلو ژمنه کړې ده. (بس همدا ژمنه د امريکا لپاره سياسي او پوځي ماتې ده) نور په ژمنو درېدل او نه درېدل د امريکا کار دی، ټرمپ خو له څو معاهدو نه ووت، چې بايډن په هغه کې د بېرته شاملېدو زيار باسي. د افغانستان لپاره د امريکا د بهرنيو چارو ځانګړی استازی (زلمی خليلزاد) د افغانستان، سيمې او نړۍ په دوره تر کابله را ورسېده، د راپورونو پر اساس خو يې د بُن غونډې په څېر د يوې غونډې او مشارکتي حکومت جوړولو فارموله راوړې ده.
امريکا به هم د شورويانو په برخليک اخته کيږي ــ هم به له افغانستانه تښتي او هم به د دنيا له نقشې محوه کيږي) ــ او د هغې عربي مجلې نظر به پرې رښتيا کيږي.
ليکنه: عبدالرحمن عباس

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button