اقتصاد وزارت: لا هم افغانستان کې د فقر کچه نه ده راکمه شوې
عزم (جمعه، ۱۵ کب، ۱۳۹۹): د اقتصاد وزارت د پالیسي معین وایي: افغانستان کې د فقر او بې وزلۍ کچه نه ده راکمه شوې او لا هم میلیونونه تنه د خوړو له نشتون او غربته کړیږي.
نوموړي، چې د (يو ان ډي پي)، ماليې وزارت، اقتصاد وزارت او د ملي احصاییې ادارې له خوا د افغانستان پايدارې پراختيا د لګښت اټکل درې ورځنیز پروګرام ته خبرې کولې؛ ویې ویل: د افغانستان د پايدارې پراختيا برنامه، هېڅ ډول عملي بڼه نه لري او په برخه کې کار نه دی شوی.
نوموړي څرګنده کړه: د پايدارې پراختيا پروګرام برخې د فقر کچې راکمول، بيکاري او د خوړو خونديتوب دي، خو په دې ټولو برخو کې عملي ګامونه نه دي اخیستل شوي.
د سروش په خبره: افغانان د فقر او لوږې له منځه تلو، له نابرابرۍ او بې عدالتۍ سره د ادارو دوامدارې مبارزې، ښو روغتيايي خدماتو، با کيفيته پوهنیز نظام او د سولې او ثبات ټينګښت ته سترګې په لار دي.
دی زیاتوي: په هېواد کې د اساسي خدماتو نشتون او د مرستو کمبود، نه شفافیت او غیر عادلانه وېش هغه څه دي، چې د غربت کچه ورځ تر بلې لوړوي.
باید وویل شي چې د افغانستان د پايدارې پراختيا پروګرام د سه شنبې پر ورځ پيل شو او چې دری ورځې یې دوام وکړ.
یاد پروګرام چې د بنسټونو ترمنځ د همغږۍ او تر ۲۰۳۰ ميلادي کار پورې د دغه پروګرام د لګښت د ارزيابۍ په هدف جوړ شوی و؛ د دولتي سکټور او نړيوالو ټولنو د استازیو ترمنځ پکې بحثونه وشول.
د ویلو وړ ده، چې افغانستان په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې د پايدارې پراختيا په پروګرام کې شامل شو.