امریکا ۷ افغان ښځو ته د شجاعت مډال ډالۍ کوي

عزم(جمعه، ۱۵ کب ۱۳۹۹): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې هغو ۷ تنو افغان میرمنو ته د شجاعت مډال ډالۍ کوي چې په ۲۰۲۰ کال کې وژل شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هر کال هغو ښځینه وو ته نړیواله جائزه ورکوي چې د ښځو د حقوقو لپاره کار کوي چې دا ځل یې دغې جایزې ته ۷ افغان میرمنې انتخاب کړې دي.

په یاد لیست کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون غړې فاطمه خلیل، د ملي امنیت د جندر رئیسه شرمیلا فروغ، د بې سرحده ډاکټرانو د روغتون ښځینه ډاکټره مریم نورزاد، د پولیسو افسره فاطمه رجبي، د کندهار زندان ساتونکې فرشته، د انعکاس تلویزون خبریاله ملالۍ میوند او د کاپیسا ولایت مدني فعاله فرشته کوهستانۍ شاملې دی چې دا تولې په ۲۰۲۰ کال کې داسې بریدونو کې و.وژل شوې چې مسئولیت یې لا هم چا نه ده منلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه بریدونه محکوم کړي چې ښځینه پکې وژل شوې دي.

د یادونې وړ دی چې دغه جائزې به په ۸مه د مارچ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ورکول کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button