روغتیا وزارت: اوسمهال په هېواد کې پېچلي عملیات په لوړ کیفیت ترسره کېږي

عزم(شنبه، ۱۶، کب ۱۳۹۹): که څه هم هره ورځ سلګونه افغان ناروغان بهرنیو هېوادونو ته د خپلې درملنې لپاره ځي او د هېواد په روغتونونو کې د ټیټ کیفیت، د وسایلو د نشتوالي او د مسلکي او مجربه ناروغانو د کمښت څخه شکایتونه کوي، د عامې روغتیا وزارت وايي، اوسمهال په هېواد کې ځینې پېچلي عملیات په لوړ کیفیت ترسره کېږي.

د یاد وزارت چارسمبالی وزیر وحید مجروح وايي، د وزیر محمد اکبر خان روغتون د ارتوپیدي په څانګه کې مسلکي ډاکټران ګمارل شوي، چې په خپلو هلو ځلو یې هیله بښونکي عملیات ترسره کړي دي.

د مجروح په خبره، په دولتي روغتونونو کې د پېچلو عملیاتو ترسره کول چې حتی خوب یې هم چا نه لیده، اوس ترسره کېږي.«د زنګون د مفاصلو او هانش مکمل بدلول،  ارترسکوپي عملیات،  د لیمنکتومي، د ملأ لیمنوپلاستي او غاړې عملیاتونه په بریالیتوب سره د نړیوالو ستدردونو مطابق د وزیر محمد اکبر خان روغتون کې ترسره کېږي.»

دی وايي، د عامې روغتیا وزارت هلې ځلې کوي چې روغتونونه یو ځل بیا د خلکو ډاډمنتیا ترلاسه کړي او د ګڼو ناروغیو درملنه د هېواد دننه شونې کړي. «زموږ ژمنتیا داده چې د پلازمېنې او ولایتونو د روغتونونو تجهیز کولو کې له محدودو سرچینو کار واخلو ترڅو دا روغتونونه یوځل بیا زموږ د هېوادوالو، په ځانګړي توګه بېوزلو خلکو ته د باور او هیلې د  ادرس په توګه بدل شي.»

که څه په تېرو شلو کلونو کې نړیوالې ټولنې له افغان حکومت سره مېلیاردونه ډالر مرستې وکړې؛ خو په هېواد کې روغتیايي سیستم کې هېڅ پرمختګ ونه شو او لا هم د ډېرو عادي ناروغیو د درملنې لپاره هېوادوال اړ دي، چې نورو هېوادونو ته د خپلې درملنې لپاره ولاړ شي.

پاکستان، هندوستان، ترکیه، جرمني او ګڼ شمېر نور هېوادونو ته هر کال زرګونه افغانان د خپلې درملنې لپاره ځي، چې یو عمده لامل یې د هېواد دننه د مجهزو او مسلکي ډاکټرانو نشتوالی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button