ډیجیټل پیسې

د هرې معاملې او موضوع په اړه د اسلامي علما‌ؤ نظر اړین دی ځکه نن سبا مو ځوانان له اسلامي مالوماتو یو څه بې خبره دي او غربیان مسلمانانو ته جالونه جوړوي.
دا چې زیات ملګري میسیج کوي او پوښتنې کوي نو لن‌‌‌‌‌‌ډ وایم:
‌‌‌‌‌‌ډیجیټل پیسو په اړه د نړۍ مختلفو علما‌ؤ تر منځ اختلافات دي؛ تاسو کولی شئ، چې ګوګل کې یې سرچ کړئ، ځکه ‌‌‌‌‌‌ډېر اوږده بحثونه دي.
ځینو ملېشیایي، ترکي او مصري علمأ‌ؤ نظرونه ورکړي.
ځینې وایي چې روا دي او ځینې وایي چې روا نه دي.
روا والي دلیل دا دی، چې لومړی کاغذي پیسې رامنځ ته شوې نو همداسې اختلاف ‌ؤ چې کله عامې شوې نو علما‌ؤ روا و بللې او همدا شان که چېرې د پیسو مکمل خواص ولري نو بیا هم روا دي.
او په لسګونو نور دلایل هم شته.
د ناروا توب دلایل دا دي، چې دا هېڅ موجودې نه دي او یوازې خیالي پیسې دي او د ارزښت ټاکنه یې تولید نه دی بلکې فقط تقاضا ده. د دې تر څنګ زیاته ګټه یې مافیا ته رسیږي.
تاسو کولی شئ، چې خپله سیمه کې علما‌ؤ ته یې لومړی تشریح کړئ او د هغوی نظر پرې واخلئ او یا دا چې ګوګل کې یې سرچ کړئ.

اقتصادي دي؟
که چېرته وګورو اکثره خلک یې د دې لپاره اخلي، چې ارزښت یې لوړیږي او په کلونو یې پیسې په کې مصرف کړې وي خو اقتصاد کې هېڅ بدلون نه راولي نه تولید زیاتوي، نه دولت ته مالیات ورکوي او په دې اساس زیاتې پیسې د حقیقي اقتصاد څخه خیالي اقتصاد ته روانې دي.
د دولتونو مالیات کموي، مافیا ته لار هواروي، چې خپلې تورې پیسې سپینې کړي او همدارنګه د تولېد کمښت، بې کاري او ناسمې پانګونې ته لار هواروي.
خو که چېرته د تبادلې لپاره عامې شي او خلک یې وکاروي بیا به زیات ضرر و نه لري.
د دغو پیسو سیستم د نورو برېښنایي پیسو په نسبت ‌‌‌‌‌‌ډېر پر امنه دی.
فعلا ځینو هېوادونو اجازه ورکړې چې دغه پیسې خلک کارولی شي، ځینې لا چپ دي او د چین په شان ځینو هېوادونو بشپړ بندیز پرې لګولی، دوی یې ځان ته خطر ګڼي.

لیکنه: استاد رحمت الله منګل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button