د منځنۍ اسيا لومړنۍ محموله د غلام خان بندر له لارې کراچۍ ته روانه شوه
عزم (شنبه، ۱۶ کب، ۱۳۹۹): د خوست ولایتي چارواکي وايي: له منځنۍ اسیا نه کراچۍ ته تېرېدونکې لومړنۍ سوداګریزه محموله له غلام خان بندره واوښته.
دوی وايي: دغه محموله چې له تاجکستانه خوست ته او بېا له هغه ځایه کراچۍ ته ځي؛ د ډبرو سکاره او یو شمېر نور سوداګریز مالونه پکې ځای پر ځای شوي دي.
د خوست له مطبوعاتي دفتره په خپاره شوي رسنیز بیان کې ویل شوي، چې: «غلام خان بندر له پاکستان سره د نورو ټولو سرحدي بندرونو په پرتله د سوداګریزو او ترانزيټي توکو له پلوه ارزانه، او لنډه لار ده».
خبرپاڼې زیاته کړې: اوس په غلام خان بندر له بل هر وخت زیات ټرانزیتي توکي انتقالیږي، چې عامو خلکو او سوداګرو ته یې ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته کړې دي. په رسنیز بیان کې همداراز ویل شوي، چې: له دې وروسته به ګڼې نورې سوداګریزې محمولې هم له تاجکستان څخه د خوست له لارې پاکستان ته انتقال شي. باید وویل شي چې له خوسته پاکستان ته رسېدونکې سوداګریزه جوپه او په سکرو بار محموله پاکستاني سوداګرو په تاجکستان کې پیرلې وه.،
د ویلو وړ ده، چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې هم دوه ټرانزېټي جوپې د غلام خان بندر له لارې افغانستان او د حيرتان بندر له لارې تاجکستان ته استول شوې وې.