مسیر ورځپاڼه: د سرپرستۍ له امله د اداري فساد کچه نوره هم زیاتېږي

عزم(یکشنبه، ۱۷، کب ۱۳۹۹): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د ولسي جرګې د مشر میر رحمن رحماني په هغه غوښتنه بحث کړی دی، چې له اشرف غني یې غوښتي چې د سرپرستۍ دود ختم کړي او ژر تر ژره ولسي جرګې نوي وزیران او رییسان وروپېژني.

«پرون د ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې درېیم کال پیل شو. د ملي شورا ‎د دې دورې پرانیسته ولسمشر غني وکړه او په دې پرانیسته کې یې خپله وینا هم واوروله. د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د ښه راغلاست د پيغام پر مهال له ولسمشر غني وغوښتل چې د سرپرستۍ دود ختم کړي او ژر تر ژره د هغو کسانو پر ځای دوی ته د باور رایې اخیستلو لپاره وزیران او رییسان ورمعرفي کړي، چې تر دې دمه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي. ولسمشر هم په دې غونډه کې د میر رحمان رحماني د خبرو هر کلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې ژر تر ژره به د سرپرستانو پر ځای د باور رایې اخیستلو لپاره د کابینې غړي ولسي جرګې ته ور معرفي کوي.»

د سرلیکنې له مخې، سږ کال ولسي جرګې ګڼو وزیرانو ته د باور رایې ورکړې؛ خو ځینې بریالي شوي وزیران د اشرف غني له لوري له دندو ګوښه شول او ځینې تر اوسه سرپرستان پاتې دي.

«سره له دې چې روان کال ولسي جرګې د افغان حکومت د کابینې اکثریت غړو ته د تایید رایه ورکړه، خو لا هم له بده مرغه ځينې ادارې او وزیران د سرپرستانو له لوري اداره کېږي. په دې کې ډېری یې هغه ادارې دي، چې دوی ته نومول شوو وزیرانو او رییسانو د باور رایه وا نه اخیسته او یا هم د باور رایې تر اخیستلو وروسته یې وزیران لرې کړل شوي او پر ځای یې سرپرستان مقرر شوي دي. د ولسمشر په اوسنۍ کابینه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ښځو چارو وزارت لپاره نومول شوي وزیران په دې بریالي نه شول چې د باور رایه واخلي او همدا راز د افغانستان بانک مشر هم د هغو کسانو په لېست کې دی، چې د ولسي جرګې غړو د باور رایه نه ده ورکړې. بلخوا د مالیې پخوانی وزیر او د روغتیا پخوانی وزیر بیا هغه کسان وو چې له ولسي جرګې یې د باور رایه اخیستې وه، خو لا یې د کار میاشت نه وه پوره شوې، چې ولسمشر له دندې ګوښه کړل او پر ځای یې سرپرستان وګومارل.»

د مسیر په باور، د افغانستان قوانین سرپرستۍ ته خپله مشخصه نېټه لري، خو اوس ځینې وزیران له تېرو څو کلونو راهیسې د سرپرستۍ دنده مخ ته وړي، چې دې چارې اداري فساد ته لاره هواره کړې ده.

«نه یوازې په کابینه کې، بلکې د افغانستان په اکثریت ادارو کې د ولایتونو او مرستیالانو په کچه د سرپرستۍ دود لا هم پر خپل ځای دی او دې مسئلې نه یوازې دا چې پر حکومت د خلکو باور کم کړی، بلکې د چارو په ترسره کولو کې یې هم ګڼې ستونزې جوړې کړې دي. دې مسئلې فساد او کم‌کارۍ ته هم زمینه برابره کړې ده. خلک دا نیوکه کوي چې ولسمشر ډېر وخت پر ځینو ادارو خپلې کړۍ ته نږدې کسان ګوماري، چې دوی ډېر وخت له ولسي جرګې د باور رایه نه شي اخیستلی، نو له همدې امله که دوی رایه اخلي او یا نه، نو خپلې دندې ته د ولسمشر غني په خوښه ادامه ورکوي. بلخوا د افغانستان قوانینو د سرپرستۍ لپاره وخت او نېټه مشخص کړي او تر هغې ور هاخوا د سرپرست په توګه د یوه شخص د کار دوام قانوني اړخ نه لري. که حکومت په رښتیا غواړي، چې شفافیت رامنځ ته کړي، نو ښه به وي چې ژر تر ژره د سرپرستۍ دود ختم کړي، د کابینې غړي دې ولسي جرګې ته ور معرفي کړي او اجازه دې ورکړي چې ولسي جرګه رښتیني افغانانو، خدمتګارو او داسې کسانو ته رایه ورکړي، چې په دې حساسو شرایطو کې د ملت درد دوا کړي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button