بلخ او کندهار کې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

عزم(یکشنبه،۱۷کب ۱۳۹۹): راپورونه وایي چې د بلخ په نهر شاهي او د کندهار په پنجوایي ولسوالیو کې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې تیره شپه طالبانو د یادې ولسوالۍ اړوند د شهرک ترکمني سیمه کې پر یوه نظامي قرارګاه برید کړی چې په ترڅ کې یې لس ۱۰تنه امنیتي عسکر وژل شوي او ۴نور ټپیان دي.
خو د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل بیا رسنیو ته د خپلو ۸تنو سرتیرو د وژل کیدل او د ۶نورو ژوبلیدل تائید کړي او پر دې سربیره یې ۴طالبانو ته هم د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کړې ده.

طالبانو د برید مسؤلیت منلی او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې یادې امنیتي پوستې په ملکي سیمو هاوانونه ویشتل چې ددوی په ځوابي اقدام کې له منځه یوړل شوه.
طالبانو په دغه برید کې د ۱۲عسکرو د وژل کیدو او د یو ټانګ په ګډون د ډیرې وسلې او مهماتو د نیولو خبر ورکړی دی.
بل ور ته د کندهار د پولیسو مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی چې تېره شپه دولتي ځواکونه او طالبانو د ددغه ولایت د پنجوايي ولسوالۍ اړوند “صالحانو” سیمه کې مخامخ جګړه کړې چې پر مهال یې څوتنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
شمشاد تلویزیون د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې طالبانو د کندهار ـ هرات پر لاره حوض مدت سیمه کې د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي، درې پوستې یې سقوط کړي او ۱۵تنه پولیس یې وژلي دي.
طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ویلي.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button