طالبان: د خلیلزاد طرحه مونږ ته هم رسیدلې؛ غور پرې کوو

عزم(یکشنبه،۱۷کب ۱۳۹۹): طالبان وایي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي لخوا وړاندې شوې طرحه دوی ته هم رسیدلې او تر غور لاندې یې نیولې ده.
طالب ویاند ډاکټر نعیم رسنیو ته ویلي چې دوی به یاده طرحه له خپل مشرتابه سره هم شریکه کړي او بیا به یې په هکله دریځ په ډاګه کړي.
د طالبانو سرچینې وایي چې خلیلزاد ورته وړاندیز کړی چې د جګړو په کچه کې کمښت خپلې وروستۍ کچې ته ورسوي چې په خبره یې، د خلیلزاد پر همدې غوښتنه هم غور کیږي.
سرچینې زیاتوي چې طالبانو د امریکا لخوا د مؤقت حکومت وړاندیز شوې تګلاره منلې، خو وایي چې هغوی په کې برخه نه اخلي.
دغه طرحه کې د افغانستان راتلونکي په تړاو د بن په شان د یوې غونډې جوړېدو او انتقالي حکومت وړاندیز شوی دی.

همدا راز په دې طرحه کې د راتلونکي حکومت سیاسي لار نقشه ذکر شوې چې له مخې به یې د انتقالي حکومت وروسته د ولسمشر ټاکل د انتخاباتو له لارې ترسره کېږي.

په دې سند کې راغلي اوسنی اساسي قانون او ټول نور قوانین به د نوي قانون تر جوړېدو پاتې وي او له اوسني اساسي قانون به د منبع به توګه ګټه واخستل شي.

په طرحه کې دا هم راغلي، چې د نوي اساسي قانون په جوړېدو به د ښځو، ماشومانو او رسنیو حقونه خوندي وي، همدا رز به د یو اسلامي هېواد په توګه د ټولو دینونو او مذهبونو خوندیتوب موجود وي.

په  دې طرحه کې د انتقالي حکومت جوړښت په درې برخو وېشل شوی، چې له ډلې د ولسمشر په مشرۍ اجرایي برخه، د ملي شورا جوړښت او قضایه برخه شاملې وې.

په ملي شورا کې به د طالبانو استازي هم ګډون ولري او قضایه قوه به په خپله اډانه کې د اسلامي فقه شورا او د نوي اساسي قانون جوړېدو کمېسیون ولري، چې د فقه عالي شورا به ۱۵ غړي ولري، له ډلې به یې ۷ د طالبانو او ۷ د حکومت او یو هم د ولسمشر له‌خوا ټاکل کېږي.

طرحه زیاتوي، چې افغان ځواکونه به په خپل ځای پاتې کېږي او  د طالب جنګیالیو ادغام لپاره به یو منظم پلان رامنځته کېږي.

طرحه کې راغلي، د سولې انتقالي حکومت حق نه‌لري، چې د سولې خبرو پرمختګ لپاره د افغان ځواکونه او طالبان د خیانت او نورو سیاسي جرمونو په تور محاکمه کړي.

همدا راز به نوی حکومت په بهرنیو اړیکو کې د بې طرفۍ دریځ خپلوي.

 

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button