(زما ښار)د ښاروالیو نوی کاریال پر لیکه شو

عزم(چهارشنبه، ۲۰، کب ۱۳۹۹): د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، (زما ښار) کاریال د ښاروالیو لپاره جوړ شوی او نوی پر لیکه شوی دی.

د دې ادارې د ښاروالیو معین صبغت الله وايي، د موبايل اپليکېشن(کاریال) سيسټم د ښاروالیو په اړه معلوماتو ته د ښاريانو اسانه لاسرسي په منظور، ۴ لويو ښارونو لپاره چمتو شوی دی. ښاريان کولای شي د play store له لارې د دې اپليکېشن په ښکته کولو سره د ښاروالیو اړوند مسايلو په اړه تفصيلي معلومات ترلاسه کړي. «د دې سيسټم د رامنځته کولو څخه موخه د ښاروالیو په اړه معلوماتو ته د خلکو لاسرسي زیاتول، د شکایتونو پروسې اسانه کول، د سوداګريزو جوازونو او د صفايۍ د عوايدو د حيف و مېل مخنيوي او د محاسبې له لارې د ښاريانو د پوهاوي کچې د لوړولو، قانون تامينولو له لارې د ښاريانو حقوقي پوهاوي د کچې لوړولو او د ښاري ټورېزم د ودې په پار د ليدونکو لپاره د معلوماتو ته د اسانه لاسرسۍ رامنځته کول دي.»

د ده په خبره، د ټیکنالوژي مېتودونو څخه پرته په رونټيا او حساب ورکولو سره د خدماتو وړاندې کول نا ممکن دي. په پام کې ده چې د موبايل اپليکېشن سيسټم نورو ښارونو ته هم وغځول شي او همدارنګه د ښاروالیو په اړه روزنيزو کڅوړو ته د ښاریانو لاسرسي په منظور نوی اپلکېشېن تر لاس لاندې دی چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي. «دا سيسټم د څلورو لويو ښارونو (هرات، مزار شريف، کندهار او جلال اباد) لپاره چمتو شوی چې پکې د ښاروالیو اړوند معلومات لکه بوديجه، د سياحتي سيمو تشکيل، اداري او تقنيني اسناد، اعلانات او خبرونه، عامه خدمات، پراختيايي پلانونه، د سوداګريزو جوازونو او د صفايۍ محاسبې او اړين تماسونه په کې شامل دي، چې ښاريان کولای شي ټولو دغو معلوماتو ته لاسرسی پيدا کړي‌. د دې سيسټم په کارولو سره د عصري ټکنالوژۍ، روڼتيا او پر وخت د حساب ورکولو په ځانګړي توګه د خدماتو وړاندې کول تامينوي.»

د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د معین په خبره، د دې سیسټم له لارې د ياد شويو څلورو لويو ښارونو اوسېدونکي کولای شي د خدماتو د نشتوالي په اړه خپل شکايتونه په سيسټم کې ثبت کړي، چې اپليکېشن د هر شکایت لپاره ځانګړی کوډ په دې موخه تولیدوي چې شکایت تعقیب کړي. «د موبايل اپليکېشن سيسټم چې د ښار برنامې په تخنیکي مرسته چمتو شوی، له مخې به يې د ښاریانو او ښاروالیو ترمنځ تعاملات په همغږۍ توګه چمتو او د ښارونو غوره پرمختګ لپاره به اسانه وسيله شي. دا سيسټم د اتو مياشتو په موده کې چمتو شوی دی.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: