تذکرو کې د قومونو د یادولو اقدام؛ د شمالي ټلوالې مشرانو یې پر وړاندې توند غبرګون ښوودلی

عزم(یکشنبه،۲۴کب ۱۳۹۹): وروسته تر هغه چې د احصایې ملي ادارې اعلان وکړ چې د قومونو د مخورو مشرانو په غوښتنه یې پریکړه کړې چې بریښنایي تذکرو کې د افغانستان د قومونو نومونه یاد شي، تازه یې په غبرګون کې د تاجکو، ازبکو او هزاره ګانو ګڼو سیاسي مشرانو توند غبرګونونه ښوودلي دي.

که څه هم د احصایې ملي ادارې رسما د ټولو اقوامو نومونه نه دي یاد کړي، خو هغه انفوګرافیک انځور چې یادې ادارې ته منسوب بلل شوی، د پښتنو، ازبکانو او تاجکو په ګډون په کې د افغانستان ۷۱قومونه یاد شوي چې له مخې یې تاجک، ازبک او هزاره ګان په ګڼو متفاوتو قبیلو ویشل شوي دي.


دغه لیست ته په لومړي سر کې د اشرف غني دوهم مرستیال “سرور دانش” غبرګون وښووده او زیاته یې کړه چې تذکرو کې د ځینو لویو اقوامو د څانګو او کوچنیو قبیلو یادول ښه کار نه دی او باید په لویه کې یې د قومونو یادونه وشي.
نوموړي ویلي، په دې هکله باید یوه څیړنه وشي او بیړنی اقدام به ستونزې د کمبود پر ځای نورې هم زیاې کړي.
بلخوا د جمعیت اسلامي ډلې مشر صلاح الدین رباني دا کار د یوې ځانګړې کړۍ لخوا پلان شوی بللی چې په خبره یې« د کلیو او ولسوالیو ترمنځ د قومي تربګنیو د زیاتوالي په موخه ترسره شوی دی. »
نوموړي خبرداری ورکړی چې د ځینو کړیو لخوا دا ډول کړنې به کومه پایله ونه لري اودوی به څوک ونه پاشي.

د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني هم ویلي چې یاده طرحه د ملت د پاشلو او په قومونو او ولسوالیو د ویشلو پخاطر رامنځته شوې او په وینا یې چې نور به څوک د دې ډول طرحو جوړونکو ته ارزښت ورنه کړي.

د عطانور نور زوی خالد نور هم دا طرحه د اقوامو د پاشلو طرحه بللې او د یوې خاصې کړۍ کار ېې بللی دی.
شنونکي وایي، د شمالي ټلوالې مشرانو چې هڅه یې داوه ترڅو په الکترونیکي تذکرو کې د پښتنو پر وړاندې په لوی اکثریت “تاجک، ازبک او هزاره” باندې ځانونه تثبیت کړي، خو اوس یې دا آرمان نه رښتیا کیږي.
شننونکي زیاتوي، د نورو هغو نوم ورکو اقوامو په را څرګندیدو سره چې دوی په تاجکو، ازبکانو او هزاره کانو کې بلل، خپل افتخاري اکثریت له لاسه ورکوي او د ځینو هغو مشرانو یې چې د لوی اقوامو په نوم یې امتیازات اخیستل، ګټې له ګواښ سره مخ کیدلای شي.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button