د امریکا نوی حکومت به له فلسطین سره څه کوي؟

د فلسطین قضیه اوس د یو خوب کېدو لوري ته ورنېږدې شوې، خو دا لا نه ده معلومه، چې کله به دا قضیه یو خوب وبلل شي. ددې قضیې په خوب ګرځولو کې د امریکا رول تر بل هر چا ډېر بارِز دی. یوازې په تېره یوه لسیزه کې د امریکا له لوري، چې د فلسطین په اړه کوم موقفونه خپل کړای شول، پایله یې د فلسطین د خوځښتونو تړل ثابت شول.
د بارک اوباما له لوري د فلسطین پر ځمکه د اسرایېلو د ښارګوټو د جوړولو د پروسو ملاتړ، اسرایېلو ته د پراخو وسلو ورکول او د ډونلډ ټرمپ له لوري بیت المقدس ته د امریکا د سفارت لېږدول او “له فلسطیني کډوالو سره د ملګرو ملتونو د مرستو سازمان” باندې د مرستو کمول هغه څه دي، چې ښيي د امریکا جمهوریت غوښتونکي او دیموکراتان د فلسطین قضیه په یوه تیږه تلي او غواړي فلسطین د ګوګل میپ په څېر د نړۍ له نقشې حذف کړي.
که څه هم د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن د نوماندۍ پر مهال د فلسطین په اړه په خپلو څرګندونو کې داسې ښوده، چې ممکن د فلسطین غږ ته تم شي، خو دا د ټاکنو د ګټلو لپاره یوه پلمه وه. د جوبایډن د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دندې د پیل په لومړیو ورځو کې د جوبایډن دریځ روښانه کړ او په بیت المقدس کې د امریکا د سفارت د پاتې کېدو د موقف پر اعلان یې وښوده، چې امریکا به د تل په څېر د فلسطین په اړه په خپله پخوانۍ تګلاره یون کوي او د اسرایېلو ملاتړ او تجهیز یې تګلاره ده.
جوبایډن ته د حماس د سیاسي دفتر د رییس له لوري لیک هم هسې د اوبو پر مخ کرښې کش کول وو. آن جوبایډن د اسماعیل هنیه لیک ته کوم ځواب هم ورنکړ. که څه هم د اسماعیل هنیه غوښتنه د فلسطین او اسرایېلو لپاره د امریکا د سیاست د بدلون وه او جوبایډن ته یې لیکلي وو، چې اسرایېلو نه یوازې دا چې د فلسطین سیمه یې ناامنه کړې، بلکې د سیمې او نړۍ امن ته یې صدمه رسولې، خو بایډن ته دا خبرې د خندا ځکه دي، چې بایډن د دیموکراتانو د پل څارونکی سیاستوال دی او پر دې لاره له بایډن څخه مخکې ډېرو نورو دیموکراتو ولسمشرانو او سیاستوالو یون کړی، چې د ګوند د کورنۍ پالیسۍ له امله بایډن اړ دی د خپلو اسلافو پر قدمونو روان واوسي.
امریکا کله هم د فلسطین په ګټه کوم ګام ندی پورته او نه ترې دا تمه کېدای شي، خو د فلسطین سیاستوال بیا بیا ترې د رحم او کرم غوښتنه کوي، چې د فلسطین د سیاستوالو همدغه دریځ د فلسطین د منحل کېدو لامل شوی.
د فلسطین سیاستوالو تل غوښتي، چې امریکا له ځانه خپه نکړي او د ځان په ګټه یې وڅرخوي، خو دېته یې ندی فکر او یا یې فکر دی، خو سترګې پټې نیسي، چې اسرایېل د برتانیې، روسیې او امریکا په ګډه زېږولی او پاللی بچی دی او له پلاره د خپل بچي پر ضد د اقداماتو او یا مخالف دریځ د نیولو غوښتنه هسې خوب او خیالي نړۍ ده.

لمر شرفزوی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button