‏د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ ولسوال د ماین چاودنه کې وژل شوی

عزم(شنبه، ۳۰ کب ۱۳۹): د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ ولسوال محمد رفیق علم نن سهار د ماین په یوه چاودنه کې و وژل شو.

د غور د والي ویاند زلمی کریمي وایي، محمد رفیق علم پیشه مني او وایي چې نوموړی باندې هغه وخت چاودنه ترسره شوې چې دفتر ته پر لاره و.

د ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي هم وایي چې ولسوال محمد رفیق علم د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

غور ولایت په شمال کې له نا امنه ولایتونو څخه دی او ځینې ولسوالۍ یې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button