کابل چهاراسیاب کې چاودنې پنځه پولیس وژلي دي

عزم(یکشنبه، ۱ وری ۱۳۹۹): نن له غرمې وړاندې د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو یا اربکیو پولیسو په رنجر موټر چاودنه شوې چې په ترڅ کې یې پنځه پولیس وژل شوي دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي چې دغه پیښه د چهاراسیاب ولسوالۍ اړوند په للندر سیمه کې رامنځته شوې ده.

فرامرز ویلي چې پیښه کې پنځه کسان وژل شوي دي.

پژواک د يوې بلې امنيتي سرچینې له قوله ویلي چې چاودنه د للندر درې سیمه ییزې شورا مشر جنرال عبدالخلیل للندري پر زامنو او  لمسیانو شوې ده چې پنځه کسان په کې وژل شوي دي.

د کابل چهاراسیاب ولسوالۍ کې طالبان وخت ناوخت بریدونه کوي او کله نا کله آن د کابل–لوګر لویې لارې ته هم راوځي او په دغه لار دولتي کسان په نښه کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button