نن ورځ؛ د ناټو اتحاد د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په هکله یوځل بیا بحثونه پیلوي

عزم(سه شنبه، ۲، وری۱۴۰۰): ټاکل شوې ده چې نن د سه شنبې پر ورځ د ناټو تړون د بهرنیو چارو وزیران یوځل بیا د افغانستان په هکله سره جرګه شي او په دې هکله خپل ګډ دریځ واضح کړي.
داغونډه چې نن په بروکسل کې پیلیږي او سبا به هم دوام وکړي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر “انتوني بلینکن” هم وربلل شوی دی.
د ناټو عمومي سرمنشي “ینس سټولټنبرګ”ددې غونډې په هکله ویلي چې « د مې د لومړۍ نېټې ضرب الاجل ته په نژدې کېدو موږ په ناټو کې بحث او مشوره کوو، دا به یوه اصلي موضوع وي چې د بهرنیو چارو وزیران به بحث پرې کوي، موږ دغه راز د افغانستان او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ د دوام ژمنې کوو، دا ملاتړ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سلا مشورې او روزنې او دغه راز هغوی ته د مالي امکاناتو د برابرولو په برخه کې دی.»

د ناټو سرمنشي وایي، که څه هم دوی ټول د امریکا په مشري، افغان جګړه مخته وړي، خو په وینا یې چې اوس دغه هیواد کې د دوی د ځواکونو شمیر تر امریکایانو لوړ دی.
نوموړي زیاته کړه« موږ به وضعیت ارزوو، څارو به یې او مشوره به کوو، زموږ دېرش متحدان به په همدې رڼا کې ګډه پریکړه کوي»

د یادونې وړ ده چې د ناټو تیره غونډه له کومې جوتې پایلې پرته پای ته ورسیده او دا ځل هم ورته د کومو مثبتو پریکړو د ترسره کیدو هیلې نه ښکاري.

دا غونډه داسې مهال رابلل کیږي چې ټاکل شوې ده، د راتلونکې میلادي میاشتې په لومړیو کې د ترکیې په استانبول ښار کې د افغان سولې په تړاو یوه ستره غونډه راوبلل شي، چې په کې به مهمې پریکړې وشي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button