فېسبوک درو میاشتو کې ۱،۳ میلیارده حسابونه تړلي

 عزم (سه شنبه، ۳ وری، ۱۴۰۰): فېسبوک پرون دوشنبه وویل چې د تېر کال د اکتوبر او ډسمبر میاشتو ترمنځ یې ۱،۳ میلیارده جعلي حسابونه تړلي دي.

شرکت همداراز په یوه بلاګ پوسټ کې ویلي دوی په دې موده کې د کوویډ-۱۹ او د دې ناروغۍ د واکسینو په اړه ۱۲ میلیونه ټوټې هغه محتوا هم لیرې کړې چې نړیوالو روغتیاپوهانو ناسم معلومات بللي وو.

د کورونا وبا پر مهال د کوویډ-۱۹ د واکسینو په اړه د فېسبوک او ټویټر په ګډون په نورو خواله رسنیو زیات ناسم معلومات خپاره شول. د رویټرز اژانس د خبر له مخې، فېسبوک وايي چې دوی له ناسمو معلوماتو سره د مبارزې لپاره ۳۵۰۰۰ کسان ګومارلي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button