نیمروز کې ۸ پولیس وژل شوي او ۴ یې طالبانو ژوندي نیولي

عزم(سه شنبه، ۳ وری ۱۴۰۰): د نیمروز ولایت خاشرود ولسوالۍ کې طالبانو د ملي اردو پر یوه پوسته برید کړی دی چې بولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د نیمروز ولایتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو طالبانو ادعا کړې چې د یاد ولایت خاشرود ولسوالۍ اړوند غورغوري سیمه کې یې د اردو د سرتیرو یوه پوسته نیولې ده.

طالبانو ویلي چې پوسته کې یې ۸ تنه د ملي اردو عسکر وژلي، ۴ نور یې ژوندي نیولي، شپږ میله وسلې او ګڼ شمیر مهمات لاسته ورغلي.

طالبانو همدا راز ویلي چې پوستې ته د ورتلونکو کومکي عسکرو باندې یې هم برید کړی چې په ترڅ کې یې ۲ شوبلې تخریب کړي او بکې سپاره عسکر یې مړه او ژوبل کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button