طنز: د بوډۍ ښځې بې خوبي

یوه بوډۍ ښځه چې د بې خوبۍ له ناروغۍ کړېده او له ټولو ډاکټرانونو مایوسه وه، کوم چا د ښار ماهر حکیم وروښوده او هغه هم ورغله.
حکیم بوډۍ ښځه خپلې څوکۍ ته مخامخ ودروله او یو ساعت یې مسلسل د ناروغۍ په اړه خبرې وکړې او ډول ډول لارښوونې یې ورسره شریکې کړې.
له یو ساعت خبرو وروسته حکیم د بوډۍ ښځې مخ ته وکتل چې نارضایت ترې څرګندېده؛ نو په عاجزه لهجه یې بوډۍ ته وویل: مېرمنې ما وبښئ! تاسې ته خوب نشم راوستلی.
بوډۍ حکیم ته ځواب ورکړ: نا! حکیم صیب… داسې نه ده؛ ما ته خوب راغی.
حکیم حیران ور وکتل: نو چیرې، چې ته ویده یې! ته خو ویښه یې او له ما سره خبرې کوې.
بوډۍ بېا ورته وویل: اغه داسې ده حکیم صیب، چې زما خوب تدریجي دی. اوس مې په خیر سره په ولاړه پښې ویدې شوې او ژر ده چې نور ځان هم خوب یوسي.
ژباړه: سمسور

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button