میانمار: د کودتا پر ضد د لاریونونو پر مهال د وژل شویو شمېر له ۳۰۰ واوښت

عزم (دوشنبه، ۹، وری۱۴۰۰): په میانمار (برما) کې د کودتا پر ضد لاریونونه لا هم روان دي، چې له سخت تاوتریخوالي سره مل دي.
ویل شوي چې د دغو لاریونونو پر مهال تر دې دمه له ۳۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.
بي بي سي انګلش په میانمار کې د مدني فعالانو او خبریالانو له خولې ویلي، چې: د پوځي کودتا پر ضد د مظاهرو پر مهال د وژل شویو کسانو شمېر پرون په داسې مهال له ۳۰۰ واوښت، چې لا هم د یاد هېواد په ځینو ښارونو کې لاریونونه جاري وو.
بل لور ته په میانمار کې له سیاسي بندیانو سره د مرستې ټولنه، چې د وروستیو مظاهرو وپه ترڅ کې د مړینو او توقیفونو جزئیات ثبتوي، په خپلو تازه معلوماتو کې یې روښانه کړې، چې د پوځي کودتا پر خلاف پیل شویو مظاهرو کې د تاوتریخوالي له امله تر اوسه ۳۳۰ تنوه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان هم دي.،
یادې ټولنې څرګنده کړې، چې یوازې د مارچ په ۲۵ او ۲۷ مې ۲۳ تنه معترضین وژل شوي دي.،
ټولنه زیاتوي: ښايي د تلفاتو اصلي شمېر له دې هم ډېر زیات وي.
باید وویل شي چې د روان کال د فبروري په لومړۍ نېټه میانمار کې پوځ د انګ سان سوچي په مشري حکومت باندې کودتا وکړه او د پلازمینې په ګډون یې زیاتره ښارونه تر خپلې ولکې لاندې راوستل.
ملګرو ملتونو دغه کودتا وغندله او د یاد هېواد په پوځ یې غږ وکړ چې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button