بادغیس: په هوایي برید کې ویجاړ شوی ‘مهم پُل’ د طالبانو لخوا بیرته رغول شوی

عزم(دوشنبه۹، وری۱۴۰۰):طالبان وایي د بادغیس ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې یې هغه مهم پُل بیرته رغولی چې د دولتي الوتکو لخوا ویجاړ شوی وه.
دغه ستر او مهم پُل چې د یادې ولسوالۍ په حلقوي سړک کې پروت ده، یو له هغو مهمو پلونو څخه ده چې د هیواد جنوبي او شمالي ولایتونه سره نښلوي.

خبرپاڼه وایي چې یاد پُل تیرکال د افغان هوایي ځواکونو لخوا بمبار شو، چې ورسره خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان او آن دې ته اړ ایستل شول چې په اوبو کې د کښتیو په مټ پورې وځي، چې یاد کښتۍ هم څوځله د دولت پلوه ملیشو لخوا هدف وګرځیدې او ګڼو هیوادوالو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

طالبان وایي، وروسته تر هغه چې ددولتي ځواکونو محاصره کنډک له سیمې ووت، نو دوی د ولسي خلکو په همکاري د یاد مهم پل د ترمیم او جوړولو کار پیل کړ چې د لنډي مودې وروسته یې اوس د رغیدلو کار پای ته ورسید او ترمیم شو.

دیادولو وړ ده چې دنوموړي پُل په جوړ ولو سره به په مواصلاتي برخه کې د ولسي خلقو ګڼ شمېر مشکلات حل شي.

په داسې حال کې چې دولت پلوې رسنیزې کړۍ تل پر طالبانو د رغنیزو چارو د ویجاړۍ پړه ور اړوي، خو ښکاري چې په عملي ډګر کې طالبان تر نورو زیات د یادو پروژو ساتنې او تقویې ته ژمن دي او لا هڅه کوي چې تر واک لاندې سیمو کې یې رغنیزې پروژې را جلب او عملي شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button