بلخ کې طالبان او دولت یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي

عزم(دوشنبه، ۹ وری ۱۳۹۹): تیره ورځ د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د کمانډو او نورو امنیتي ځواکونو په عملیاتي قوه برید شوی چې طالبان او دولت دواړه یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

دفاع وزارت ویلي چې چهاربولک ولسوالیو کې د ملي اردو او ملي او ملي امنیت عسکرو د کمانډو ځواکونو په ملتیا عملیات کړي چې په ترڅ کې یې ۱۲ طالبانو ته مرګ.ژوبله اوښتې.

بلخوا بیا طالبان وایي چې د چهاربولک ولسوالۍ کې یې د عملیاتي قوې دوه ټانګونه ویشتلي، ۵ تنه کمانډویان یې وژلي او ۵ نور یې ژوبل کړي دي.

‏‎د یادونې وړ دی چې طالبانو د تخریب شویو ټانګونو او د نیول شویو وسلو او مهماتو انځورونه هم نشر کړي چې په دغه جګړه کې تخریب شوي او لاسته ورغلي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button