رسنۍ طالبانو سره په تقابل کې

خط اول

دا هم د یوویشتمې پېړۍ له لاسته راوړنو څخه ګڼلای شو چې، هر څوک راولاړ شي او په خپل سر پرته له کره او دقیقې څېړنې، یو څه خپاره کړي. هغې ته بیا د سروې نوم ورکړي او په وچ زور به يې یا په خلکو مني او یا که چا ونه منل، هغوی ډيموکراټيکو ارزښتونو(!) ته ژمن نه دي. تاسو به تر اوسه سلګونه واره داسې سروې ګانې ليدلې وي چې، د مختلفو هغه نهادونو له لورې چې په ظاهره ځانونه بې طرفه او د بشر په خیر بولي؛ خو په حقیقت کې یو طرفه او بشر ضد دي، خپرې شوي وي او بیا به پکې هغه لوري ته چې د مادي امتیازاتو له ورکړې يې کار اخیستی وي برأت او هغه لوری چې ماده نه لري به مجرم او پړ بلل شوی وي.

دې خبرې ته ځکه اشاره شوي، چې څو ورځې وړاندې- که څه هم تر دې مخکې سلګونه واره نورو ورته ارګانونو دا ډول راپورونه او سروې ګانې خپرې کړې وې- د بشر حقوقو سازمان، راپور خپور کړ او پکې ویل شوي و چې ګواکې طالبان له خبریالانو سره ظلم کوي او په نه خبره يې رټي، د مالوماتو له ورکړې يې بې برخي کوي او حتی وژني يي هم. طالبانو د تل په څېر دا ادعاوې رد کړې دي.

که وروستی راپور څنډې ته کړو او له تېرو شلو کلونو راهیسې راروان جریان ته وګورو، نو وینو چې ځینې خبریالان پخپله طالبان په نښه کوي. پر افغانستان باندې د بهرني اشغال له پیل سره سم د بهرنیو هېوادونو د توجه یو مهم عنصر رسنیو ته پراختیا ورکول او د هغوی زیاتول و. ومو لیدل چې د امریکایانو کاروانونو به خلکو ته راډیوګانې وېشلې څو یواړخیز تبلیغات واوري او د یرغل پر ضد د راپورته کېدونکي مقاومت پر ضد یې ودروي.

له بده مرغه، رسنیو چې په کومه کچه د بهرني اشغال لپاره کار وکړ، هغومره یې خپل ټاټوبي ته نه دی کړی. د افغانستان په اصطلاح Mainstream رسنۍ اوس هم د حکومتي چارواکو او بهرنیانو لپاره تبلیغاتي دستګاوي او لاوډسپیکرونه دي. ډېر کم داسې رسنیز بنسټونه تر سترګو کیږي چې د ژورنالیزم د بېطرفۍ اصل ته دې ژمن پاتې شوي وي.

شل کاله بې انصافي او د خپل مسلک د اخلاقو خلاف چلند به نور بس وي، رسنۍ باید نور د بېطرفۍ د اصل په رعایت سره حقایقو ته لومړیتوب ورکړي او هغه نامسؤله چلند پرېږدي چې په ټولنه کې د رسنیو د بې اعتباره کولو ترڅنګ یې د هغوی کارکوونکو ته هم ګواښ متوجه کړی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button