“افغان پُست” شرکت د عامه خدمتونو انلاین سیستم پرانیست

عزم(دوشنبه، ۱۶، وری ۱۴۰۰): افغان پُست شرکت د عامه خدمتونو انلاین سیستم پرانیست، چې دغه سیستم د دولتي ادارو د هر ډول عامه خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا لري.

د دې ادارې مشر وحید ویس په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، افغان پست شرکت اوسمهال د بهرنیو چارو وزارت سره د همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړی دی او یوازې همدې وزارت ته خدمتونه وړاندې کوي.

نوموړي  له نورو هغو ادارو نه چې عامه خدمتونه وړاندې کوي غوښتنه وکړه، څو د افغان پست له لارې د خپلو خدمتونو وړاندې کولو لپاره، له دې شرکت سره د همکارۍ تفاهم لیک، لاسلیک کړي.

«اوسمهال هېوادوال کولی شي، د یاد شرکت وېبسایټ ته په ورتلو د هغه د عامه خدمتونو انلاین سیستم ته دننه شي او د بهرنیو چارو وزارت لخوا د خپلو وثیقو، تحصیلي اسنادو او یا پېژندپاڼو د تصدیق په موخه، یاد اسناد د سیستم مطابق طی مراحل کړي او له هغې لنډې مودې وروسته چې سیستم یې هغوی ته ټاکي، خپل طی مراحل شوي اسناد له نږدې ځایي پست خونې څخه ترلاسه کړي.»

د ویس په خبره، افغان پست شرکت د خپلو انلاین خدمتونو سیستم په رامنځته کولو سره د هېواد په کچه په مرکز او ولایتونو کې د خپلو پست خونو له لارې د هر ډول عامه خدمتونو وړاندې کولو وړتیا لري. دغه شرکت د عامه خدمتونو ۱۵۰ ډولونه پېژندلي او د خپلو عامه خدمتونو انلاین سیستم کې یې ځای پر ځای کړي دي.  «د افغان پست شرکت د عامه خدمتونو انلاین سیستم نه ګټه اخیستنه، د هېوادوالو لپاره زیاتې اسانتیاوې برابروي، چې یو له هغو څخه په یوه نقطه کې د مراجعه کوونکو راټولېدو څخه مخنیوی او له څو نقطو یا د استوګنې ځای ته له تر ټولو نږدې پست خونې څخه د خدمتونو ترلاسه کول دي.»

دی وايي، د دغه سیسټم له لارې به د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي برخې د تصدیق څانګې اړوند عامه خدمتونه په آنلاین بڼه پروسس کېږي، چې له مخې به یې د اسنادو په لېږد کې چټکتیا، په لګښتونو کې د پام وړ کمښت، د وخت سپما، د اسنادو خوندیتوب او عصري خوندیتوب رامنځته شي. «دمګړی به د بهرنیو چارو وزارت د اسنادو تصدیق او په راتلونکي کې به د کورنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، پوهنې وزارت او نورو ادارو اړوند خدمتونه د یاد سیسټم له لارې تنظیم کړای شي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button