څه شی جمهوريت دی؟

عبدالرقیب رقیب

کله چې خبره کوي نو وايې چې نظام او حکومت سره بيل دي؛ نظام ثابت او دائم وي خو حکومتونه په هرو پنځو کلونو کې بدلون مومي…

دوی بايد وضاحت ورکړي چې نظام يې جمهوري دی او که حکومت يې جمهوري دی؟؟

د نظام جمهوريت معنی دا چې د همدغه نظام د انتخاب په اړه عامه انتخابات شوي دي بيا د پنځوس جمع يو په اساس همدغه نظام ټاکل شوی; اوس نو ورته “جمهوري نظام” وايې.

حال دا چې جمهوريت يا د سردار داود په کودتا راغلی، يا د کمونستانو له خوا د شوروي ټانګونو په زور راغلی او يا د امریکا د ب-52 په مټ راباندي تپل شوی.

ايا تاسي په تاريخ کې ليدلي دي چې کله د جمهوريت تاسيس د جمهوريت په بناء شوی وي؟ ايا کله هم د جمهوري نظام د برپا کولو لپاره د جمهورو نظر اخيست شوی؟ نظر يې مه وای اخيست شوی, ايا د همدغسي نظامونو نه د ولس انکار ته اهميت ورکړ شوی؟ ايا ولس يې په وړاندي اسلحې پورته کولو ته مجبور شوی نه دی؟

دا څنګه جمهوريتونه دي چې ولسونه يې بيخي له راتګ نه خبر نه وي، هرڅه په پرديو هيوادونو کې د پرديو په ملتيا د پرديو په فرمایش ترتيب شي, د پرديو په زور په خپل ولس وتپل شي او نوم د “جمهوريت” ورباندي کېږدي!

د څه شئ جمهوريت؟

د کمونستانو وحشت که جمهوريت وای ولي يې په وړاندي ولسونه جنګيدلږ هلته خو يو حکومت نه و چې په وړاندي يې د ولس مقاومت د حکومت نه په نارضائت توجيه شي, هلته مختلف او حتی متضاد حکومتونه تير شول، خو ولس د ټولو په وړاندي وسله واله مبارزه کوله; معنی دا چې ولس د نظام په وړاندي مبارزه کوله؛ ايا جمهوريت دغسي وي؟

که نظام جمهوري يعني د ټولو خوښ نظام وای نو يواځي ولس ورنه دفاع کولی شوای، حال دا چې د هغوی مکمله شاهي اردو يې په دفاع کې خاوري شوه. ځکه چې جمهور يعني ولس يې په ضد ولاړ و.

بيا چې په بون کې يوڅو د پرديو تالۍڅټي سره غونډ شول, د پرديو دستور يې واخيست په افغان خاوره له يو قانون سره پراشوټ شول اوس هماغه قانون ته اساسي او هماغه نظام ته جمهوري نوم ورکوي!

د څه شئ جمهوريت؟

د دې نظام په اړه مو څه وخت او په کوم معيار عامه انتخابات وکړل. څنګه مو ثابته کړه چې همدغه تپل شوی کفري استبداد جمهوري دی؟؟

که همدغه نظام جمهوري وي, د جمهورو په رايه انتخاب شوی وي او جمهور افغانان يې ترشا وي بيا يې ولي د ساتلو لپاره پرديو لښکرو ته سوالونه کوئ؟ ولي پرديو عسکرونه ته د خپلو کورونو ادرسونه ورکوئ؟ ولي پرديو عسکرو ته دلته د هرډول جنايت نه برائت ورکوئ؟ ولي مو پردۍ لښکرې له قضا او محکمې نه معاف کړې دي؟

ايا دلته پرديو يرغل کړی چې تاسي د امريکا او ناټو مرستې ته اړ شوئ. تاسي خو يرغل نه منئ او يرغل رښتيا هم ستاسي په نظام نه دی، برعکس يرغلګر خو د جمهوريت ترشا ولاړ دي، نو د چا په وړاندي د پرديو ملتيا کوئ? ايا د خپل ولس په وړاندي مقابله نه کوئ؟

د پرديو اسلحې, د پرديو دريشي, د پرديو معاشونه, د پرديو وسائل او وسائط د چا په وړاندي کاروئ؟

ايا د ګاونډيانو اغزن تارونه مو ورباندي غوڅ کړل او که د هغوی راکيټي بريدونه مو ورباندي وګرزول؟

په همدې وسائلو مو خپلې اوبه کنترول کړې او که خپل مريضان مو ورباندي تداوي کړل؟

برعکس، راکيټ ويشتونکو ته مو خپل محرم معلومات ډالۍ کړل او له پرديو مو پردی کلتور وارد کړ، مريضان مو د هغوی هیوادونو ته په لاره ساه ورکوي…

تاسي د وژونکو اسلحو د پير لپاره خپل د ځمکې تل خرڅ کړ, خپل منابع او ذخائر مو ګرو کړل, نړۍ ته سترګې غړوونکی هر افغان ماشوم ستاسي له لاسه د پرديو قرضدار دی. ولي؟

ځکه چې تاسي د جمهوريت نه د دفاع په خاطر دې هرڅه ته مجبور ياست! د چا نه يې ساتئ؟ د خپل ولس نه!

نو جمهوريت دغسي وي? د ټولو خوښ نظام دغسي وي؟

کله چې نظام د جمهورو خوښ نه دی، د نظام په وړاندي ولسونه له خپلو سينو بمونه جوړوي, د نظام د محوي لپاره ولسونه د نړۍ له ښکرورو سره مبارزه کوي، د نظام د چپه کولو لپاره خپل کورونه, خپل اولادونه، خپل مالونه او خپل سرونه قربانوي بيا نو حکومت څنګه جمهوري شي?! حکومت خو د نظام فرع وي, د نظام ما تحت وي; کله چې اصل يرغلګر دی, اساس د پرديو په اوږو تکيه دی او د پرديو په مټ راغلی نو فرع يې له کومه جمهوري او د ټولو خوښ ثابت شي?!

نظام به مو هغه وخت جمهوريت وي چې جمهور ورباندي خوښ وي, حکومت به مو هغه وخت جمهوري وي چې جمهور ورنه راضي وي; د ډالرو او کلسټرو په زور جمهوريت نه ثابتيږي.

نظام او حکومت له خپل ولس نه په اردو نشئ ساتلی, که ساتل کيدای نو تاريخي اردو به مو د تاريخ کيسه نه ګرزوله.

چې شاهي اردو د خلکو په وړاندي ناتوانه شوه نو چرسي, شرابي او پراشوټي اردو به څه توره در وکړي؟

جمهوري نظام هغه وي چې په ټول هيواد کې مسلح دښمن ونه لري، چې لري يې هغه په ټول ولس کې د شپه تېرځای نه لري; د نړولو لپاره يې د پرديو لښکرې حشر کيږي, خو د ساتلو لپاره يې ولسونه دوه لسيزې ترڅنګ دریږي, سرتيري يې معاش نه لري، اوسيدنه يې د ولس په غېږه کې وي، نه د ټاور شاته ګوته په ماشه وي او نه د ولس نه په وېره او تېښته اموخته وي. ولس ورته ځان ښکاري، ځان ورته ولس ښکاري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button