بهرنۍ ورځپاڼې: امریکا د افغانستان له بې پایلې جګړې د وتلو هڅې کوي

عزم (جمعه، ۲۰ وری، ۱۴۰۰): یو شمېر بهرنیو ورځپاڼو په خپلو وروستیو جګړو کې د افغانستان روانې جګړې ته پام اړولی.
واشنګټن ټایمز په یوې مقالې کې لیکلي، چې امریکا په افغانستان کې یوه بې پایه او بې پایلې جګړه کوي.
د مطلب د لیکوال په اند: دغه جګړه یوه بې نتیجې او د پښېمانتېا جګړه ده، چې وروستی حل یې یوازې افغانان لري؛ ځکه هغوی دی چې کولی شي خپلو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.
په مطلب کې وړاندې راغلي: « امریکا په رښتیا هم په داسې یوه جګړه کې ښکیله شوې چې پای نه لري.».
په ورته وخت کې واشنګټن ټایمز د لیکوال له خولې لیکلي، چې امریکا باید ژر تر ژره له دغې نامعلومې جګړې خپل عسکر را وباسي؛ ځکه په وینا یې: هلته د ځواکونو لا مېشتېدل د امکاناتو ضایع کول دي.
ها خوا امریکايي خپرېدونکې ډلې سلېټ په یوه څېړنیزه مقاله کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو یا نه ‌وتلو اړوند مسایلو ته پام کړی.
په مقاله کې ویل شوي، چې: بایډن لا له وړاندې په افغانستان کې د امریکایانو له زیات حضور خوښ نه و؛ خو تر می میاشتې د ۳ نیم زره پوځیانو وېستل له لوجیستکي پلوه سخت کار دی؛ مګر سره له دې هغه غواړي چې د مۍ تر لومړۍ د ورکړل شوي ضرب الاجل پر اساس خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا ادعا کړې چې امریکایان له طالبانو سره په یو داسې تړون کار کوي، چې له مخې یې د تاوتریخوالي کچه کمه شي.
د ورځپاڼې په خبر کې وړاندې ویل شوي: امریکایان په دې هڅه کې دي، چې طالبان له پسرلنیو عملیاتو را وګرځوي او خپله هم له افغانستانه ووځي.
بل لور ته هندۍ ورځپاڼې فایننشل ایکسپریس هم په یوه مطلب کې ویلي، چې: د افغان شخړې د هواري لپاره باید د تېرو لسیزو له کامیابو تجربو کار واخستل شي. د مطلب لیکوال باوري دی، چې که ګاونډیان هم په بین الافغاني خبرو کې مرسته وکړي؛ نو مذاکرات به څرګنده نتیجه ولري.
فایننشل ایکسپریس زیاته کړې: باید له هغو ټولو پېښو درس واخیستل شي چې افغانستان یې دې حال ته راوستی دی.
ډفېنس پوسټ بیا په یو راپور کې لیکلي: امریکایان او بهرني ملګري یې په افغانستان کې یوازې یوه میاشت وخت لري.
د راپور پر اساس: په داسې حال کې چې بین الافغاني خبرې نه دي کامیابې شوې او وروستۍ هیلې د ترکیې غونډې ته دي؛ بهرنیان په افغانستان کې یوازې یوه میاشت وخت لري.
راپور کې زیاته شوې، له طالبانو سره د شوي تړون له مخې باید ټول بهرني سرتېري د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي.
پاکستانۍ ډان انګلیسي ورځپاڼې هم د افغان جګړې په اړه یو لنډه مقاله خپره کړې. په مقاله کې راغلي، چې پاکستان هم له افغانستانه د امریکایانو له وتلو سره موافق دی او په بهرنیانو غږ کوي، چې د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو یوه حتمي نتیجه راوباسي.
ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند زاهد حفیظ چوهدري خبرې راخیستې، چې وايي: د افغانستان جګړه پوځي حل نلري او جنګ بې پایلې دی؛ نو ځکه باید په مذاکراتو کار وشي؛ څو د کامیابي لوري ته لاړ شي.
باید وویل شي چې امریکا له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې په افغان جګړه کې له شاوخوا ۵۰ ملګرو هېوادونو سره یوځای ښکیله ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button