د اوبو ملي اداره: راتلونکې میاشت د ۴۴ بندونو عملي کار پیلیږي

عزم (جمعه، ۲۰ وری، ۱۴۰۰): وروسته له هغې چې د کمال خان بند پرانیستل شو. د اوبو ملي اداره وايي: دیر ژر به د ځینو هغو کوچنیو او سترو بندونو پرانیسته هم وشي، چې کارونه یې نیږدې بشپړ دي.
د یادې ادارې ویاند رسنیو ته ویلي: له پخوانیو برېښنا بندونو سره به پر نویو بندونو هم کار وشي.
نظام خپلواک څرګنده کړه: «راتلونکې مېاشت په ۴۴ بندونو عملي کار پیلیږي، چې ۹۷ مېګا واټه برېښنا به تولید کړي».
باید وویل شي چې افغانستان هر کال زرګونه مېګا واټه برېښنا له خپلو شمالي ګاونډیانو پلوري.
بل لور ته د اوبو د ملي ادارې ویاند وايي: د نویو بندونو په جوړولو له ۶۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو زیات لګښت راځي، چې نیږدې ۱۲۰۰ میلیونه متره مکعب اوبه زېرمه کوي او همداراز به ۳۲۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه هم خړوبه کړي.
ویل کیږي چې د برېښنا ۴۴ نوي بندونه په ۲۱ ولایتونو کې جوړیږي.
هېره دې نه وي چې اوسمهال د افغانستان زیاتره برخه اوبه ګاونډيو هېوادونو ته بهیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button