د ګډو اصولو طرحه طالبانو او د کابل لوري ته سپارل شوې

  عزم، یکشنبه، ۲۲وری۱۴۰۰): تر استانبول ناستې وړاندې د ملګرو ملتونو، امریکا، ترکیې او قطر لخوا د “ګډو اصولو “په نوم یوه طرحه طالبانو او کابل حکومت ته سپارلې شوې ده څو د استانبول له ناستې وړاندې پر ځینو اصولو توافق وکړي.
دغه طرحه نهه مادییزه ده چې د روانې وري “حمل” میاشتې پر ۱۵مه نیټه قطر کې د کابل مذاکراتي ټیم ته سپارل شوې وه خو په ۱۸مه نیټه قطر کې د افغان سفارت له لارې د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکه شوې ده
په طرحه کې اوربند، انتقالي حکومت او وروسته د ټول شموله دولت رامنځته کیدو ته زمینه برابرول، د بشري حقونو درناوی، د تېرو لاسته راوړنو ساتنه، له نړیوالو، ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د ښو اړیکو ساتل له مهمو مواردو څخه دي.

دغه نهه ماده ییز متن کې لاندې ټکي راغلي دي:

۱- ټول افغانان د څو شخړو له امله ځورېدلي دي؛ موږ د جګړې پای ته رسولو لپاره د دوی مخلصانه غوښتنو ته احترام لرو او د سیاسي مشارکت او دایمي اوربند له لارې د سوله ییز افغانستان لپاره د دوی غوښتنو منلو ته ژمن یو.

۲- دوه لوري موافق دي چې له متقابلو تورونو پرته ګډې، متحدې، سوله ییزې، باثباته، خپلواکې او اسلامي موخې ته د رسېدو لپاره پر سوله ییزه روحیه ګډ کارونه ترسره کړو.

۳- اسلام د افغانستان رسمي دین او د یووالي سرچینه ده. سیاسي مشارکت د اسلامي اصولو له یووالي سره تحقق پیدا کوي.

۴ــ موږ یوه مشارکتي، نماینده، ټولشموله او د افغانستان خلکو ته ځواب ویونکي حکومت ته چې د یوه مدون اساسي قانون په چوکاټ کې عمل وکړي، ژمن یو، موږ هوکړه کوو چې ژر یوه سیاسي مشارکت ته د لاسرسي په موخه چې په کې د معینې دورې لپاره د متقابلو اړخونو د منلو وړ انتقالي اداره چې وکولای شي د دایمي نوي حکومت رامنځته کېدو او د شخړې قطعي ختمېدو لامل شي، شامله ده، اقدام وکړو.

۵- د افغانستان پراخ بدلون د دغه هېواد د خلکو لپاره د ویاړ او قوت سرچینه ده. ضروري ده چې ټول راتلونکي سیاسي ترتیبات له هر ډول تبعیض پرته د ټولو هېوادوالو لپاره د مساوي حقونو د تضمین له لارې د دغه تنوع انعکاس کوونکي وي. ښځې باید د ژوند په ټولو برخو کې مساوي شریک وي او د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د افغانستان د نړیوالو مکلفیتونو په همغږۍ یې ساتنه او ملاتړ وشي.

۵ ــ موږ د ټولو افغانانو د بشري حقونو ملاتړ ته ژمن یو. موږ په ټولو لورو کې میلیونونه قربانۍ منو او په فعالانه توګه د جګړې له امله پر رامنځته شوو ټپونو د پټۍ اېښودو لپاره د رښتینې ګډ ژوند لپاره هڅې کوو.

۷- راتلونکی حکومت به د خلکو له غربت مخنیوي لپاره اقتصادي، ټولنیز او متوازن پراختیایي پروګرامونه په لاره واچوي چې وکولای شي په باعزته سوله کې ژوند وکړي. افغانستان به له نړیوالو مرستندویانو سره د هېواد د پرمختګ لپاره کار ته دوام ورکړي. بشردوستانه کارکوونکو ته به اجازه ورکړل شي چې د ټولې افغاني ټولنې سره کار او مرسته وکړي.

۸- افغانستان له ګاونډیو، سیمې هېوادونو او له نړیوالې ټولنې هاخوا هېوادونو سره دوستانه اړیکې جوړوي. موږ ژمنه کوو ضمانت ورکړو چې افغانستان د نورو هېوادونو لپاره د ګواښ سرچینه نه ګرځي او اجازه به ورنه کړو چې یو کس او یا بله ډله د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي او په همدې حال کې افغانستان له بهرنیو لاسوهنو ساتو.

۹ــ موږ د خبرو یوه داسې بهیر او سوله ییزې مذاکرې ته د دې اصولو تطبیق په منظور عبوري سیستم ته د لاسرسي برخه کې او په نهایت کې له تاوتریخوالي لري فضا کې یوه دایمي سیاسي جوړښت رامنځته کولو او متقابل احترام ته ژمن یو.

د یادو اصولو په هغه لیک کې چې رسنیو کې خپور شوی راغلي، چې قطر کې د کابل مذاکراتي ټیم د یاد متن له څلورو ټکو سره توافق کړی چې ۱_ د اسلام دین، د خلکو تاریخ او دودونه د افغانستان د ملي یووالي اساس دی.

۲_د سیمې او ګاونډي هېوادونه باید افغانستان ته د بهرنیو جنګیالیو د راتګ مخه ونیسي.

.۳_ازادې او رڼې ټاکنې د افغانستان سیاسي راتلونکی تضمینوي.
۴_د ممکنه کورنۍ جګړې د پیلیدو د مخنیوي لپاره باید ضمانتونه موجود وي.
لیک کې راغلي چې طالبانو په ترکیه کې په کیدونکې ناسته کې د ګډون پریکړه کړې او تر څنګ یې د ۹۰ ورځو لپاره د جګړو کمولو، نظریاتو وړاندې کولو او ګډو اصولو په اړه دوه ورځې وخت غوښتی دی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button