سیرت النبي (اتلسمه برخه):

لیکنه: مفتي محمدشفیع
ژباړه: ا. محمدعلي

د جهاد مشروعیت لومړی هجري کال
د حضرت حمزه سریه او د حضرت عبیده سریه
د نبي کریم صلی الله علیه وسلم دری پنځوس کلن ژوند لنډه نقشه لوستونکو ته وړاندې کیږي. د لږ تفصیل نه وروسته به څرګنده شي چې دنیا کې د اسلام خپراوی په کوم ډول شوی او هغه د هرې طبقې او هرې قبیلې په زرګونو انسانان، چې تر هجرت پورې مسلمانان شول څنګه دومره مست وو، چې اسلام او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له خپلو مالونو، پلرونو، نیکونو، میرمنو او بچیانو بلکې له خپلو ځانونو څخه ورته ګران وو. په اسلام کې د هغوی د داخلېدو لامل څه و، د حکومت زور او جبر و، یا بل کوم لالچ او د شان شوکت طمعه وه، یا بله کومه د دبدبې څخه ډکه ډله وه چې د تورې په زور هغوی اړ کړل یا نور څه وو؟ خو که د دې امي نبي صلی الله علیه وسلم (زما مور او پلار دې ترې ځار شي). پاکو سپېڅلو حالاتو باندې نظر واچول شي، نو د اختلاف له ډاره پرته به ځواب منفي تر سترګو شي. او ښکاره ده هغه یتیم چې د پلار سیوری یې د ده له ژوکړې مخکې ترې والوت او هغه چې په شپږ کلنۍ کې د مور غېږې هم خداي په اماني ورسره وکړه، هغه چې په میاشتو یې کور کې اور نه بلېده، چې د کور والاو یې کله هم په مړه ګېده ډوډۍ نه وه خوړلې او هغه چې نژدې خپل خپلوان هم د حق کلمې ویلو له امله یوازې په څنګ نه بلکې سخت دښمنان شول. هغه څنګه پر چا حکومت کولی شي، یا د مال د لالچ او طمعې یاد توري په زور څوک خپل همفکره کولی شي؟
له دې پرته د تاریخ دفتر مخې ته پرانیستی دی، له اختلافه پرته هغه کې موجود دي چې: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک عمر دا دری پنځوس کاله داسې تېر شول، چې له لومړني بې سر و ساماني او بې کسي وروسته کله چې اسلام ته یوه ښکاره ځواکمنتیا هم ور په برخه شوه، ستر ستر زړور او اتل او شتمن اصحاب کرام رضی الله عنهم په اسلام کې داخل شول. په دې وخت کې هم اسلام په کوم کافر لاس نه دی پورته کړی، بلکې د ظالمانو د ظلم ځواب یې هم نه دی ورکړی، په داسې حال کې چې د مکې مکرمې د کفارو له خوا یوازې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې ظلم نه کېده بلکې د هغه په خپلوانو او پیروانو هم سخت ظلمونه کېدل چې: په بیان او لیکنه کې نه راځي. د قریشو کفارو چې هر ډول ځواک، شان او شوکت یې درلود، هغوی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په ضرر رسولو او ان په وژلو کې یوه شیبه هم غلي نه کېناستل. تر دریو کلو پورې یې هغه سره له خپلو متعلقینو کلا بند کړی او قریشو بشپړ پرېکون ورسره کړي و، د هغه د قتلولو سازشونه یې کول او صحابه کرامو رضی الله عنهم ته یې هر ډول ضررونه رسول. دا معلوم کړئ چې دا ټول څه و، خو قران کریم خپلو پیرانو ته له صبر او استقامت پرته د بل څه (مقابلې) اجازه نه ورکوله. هو! تر هغه وخته چې د جهاد حکم و، هغه دا و څو کفار په حکمت «۱» او د نصیحت په خبرو باندې د خپل رب لور ته راوبلي. او که چیرې د مخامخ خبرو وار راشي، نو په غوره تدبیر او نرمو خبرو د هغه مقابله وکړي. او د قرآن کریم په واضحو دلائلو له هغه سره جهاد وکړي تر څو هغه حق وپېژني، تر دې وخته چې زرګونو انسانانو اسلام ته غاړه اېښې وه، له هر راز مصیبتونو سره په مخامخ کېدو باندې خوښ وو.
څرګنده ده چې دنیوي طمعې یاد حکومت د جبر، یا د تورې له امله مجبور شوي نه وو. دا ښکاره هدایت ویني، بیا هم دا خلک له الله جل جلاله څخه نه شرمیږي؟ چې د اسلام پر حقانیت باندې د پردې اچولو لپاره وايي: اسلام د تورې په زور خپور شوی. آیا هغه څوک ځواب ورکولی شي چې: پر هغو تورو چلونکو باندې چا توره چلولې وه؟ چې هغه یوازې مسلمان نشو، بلکې د اسلام د ملاتړ لپاره د تورې اوچتولو او په خطرې د ځانونو پر اچولو هم خوښ وو. آیا دا ویلی شېي چې: په ابوبکر صدیق، فاروق اعظم، عثمان غني، علي مرتضی رضی الله عنهم اجمعین باندې چا توره اوچته کړه او هغوی یې مسلمانان کړل. ابو ذر غفاري رضی الله عنه، انیس رضی الله عنه او د هغوی قبیله چا اړ ویستلې وه، چې هغوی ټول مسلمانان شول. ضماد ازدي رضی الله عنه چا اړ کړی و، طفیل بن عمر دوسي رضی الله عنه او د هغه په قبیله چا توره وچلوله. په بنو عبدالاشهل قبیلې باندې چا فشار راوړ. او په ټولو انصارو چا زور کړی و، هغوی یوازې اسلام نه و منلی، بلکې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې هلته وروباله ټول مسؤلیتونه یې په خپل سر واخیستل، خپل مال او ځان یې تر هغه ځار کړ. بریده اسلمي رضی الله عنه چا اړ کړ چې: اویا تنه ټولی له ځان سره کړي د مدینې منورې په لاره کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر او په رضاو رغبت مسلمان شي. د حبشې پاچا نجاشي باندې د چا له اړخه توره وچلول شوه، په داسې حال کې چې د پاچاهي او دبدبې خاوند و، له هجرته وړاندې مسلمان شو، ابو هند، تمیم، نعیم او نورو باندې چا زور راوړی و، چې له شامه راغلل، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شول او د هغه غلامي یې غوره کړه. او نور دا ډول په سلګونو پېښې شته چې د تاریخ کتابونه ترې ډک دي. «۲»
…………………………………
۱ ــ ادع الی سبیل ربک بالحکمة والموعظة الحسنة وجادلهم بالتی هی احسن.
۲ ــ دا ټولې پېښې له (رساله حمیدیه) څخه اخیستل شوې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button