طنز: لارښودونکې پیشو

یو سړی چې د خپل کور له پیشو څخه ډېر تنګ شوی و او هر وخت په دې هڅه کې و، چې په کومه طریقه هغه له کوره وباسي؛ یوه ورځ یې د خپل ملګري مشوره ومنله او ډیر لیرې له پيشو سره ځنګله ته لاړ؛ خو چې کلي ته راستون شو؛ نو په تندي یې دولس بجې وې.
ملګري یې ترې وپوښتل: ولې خپه یې؟
هغه ځواب ورکړ: تا راته ویلی و، چې پیشو په ځنګله کې پرېږده؛ نو د تل له پاره به ترې خلاص شوې؛ مګر داسې ونشول او هغه دا ده؛ بېا له ما سره یوځای را ورسېده.
ملګري یې په خواشینۍ سره ځواب ورکړ: داسې خو کله هم نه کیږي؛ ته پوره کیسه را ته وکړه؟!
سړي وویل: پیشو مې ځنګله ته په ګڼو ونو کې له نامعلومو لارو وروسته ورسوله او چې پرېښودله مې؛ نو رایاد شول، چې ما ته خو خپله لاره معلومه نه ده؛ نو همغه و، چې پیشو مې له ځانه مخکې کړه او زه ورپسې شوم. اوس دا دی ستا په مخ کې یم.
ملګري یې تندي ته ټس ورکړ او ویې ویل: ښه ده چې ته نه یې ورک شو؛ سر له نننه د دې پیشو احترام شروع کړه، ځکه دا لارښودونکې پيشو ده.
ژباړه: سمسور

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button