له مور او پلار سره ښېګڼه او نیکي کول

که په دنیا او اخرت کې بریالیتوب غواړې؛ نو په لاندې وصیتونو او نصیحتونو عمل وکړه:
۱ ــ له مور او پلار سره په ادب خبرې کوه او هغوی دواړه ته «اف» هم مه وایه، هغوی مه رټه او دواړو ته ښې خبرې کوه.
۲ ــ د ګناه له کارونو پرته په نور هر څه کې تل د مور او پلار خبره منه. (د خالق په نافرماني کې د مخلوق اطاعت نشته)
۳ ــ له دواړو سره نرم چلند کوه، په تریو تندي مه ورسره مخامخ کېږئ، په غوسه ناک نظر مه ورته ګوره.
۴ ــ د دواړو د امر منلو، عزت کولو او مال ساتلو خیال کوه او د هغوی له اجازې پرته هیڅ شی هم مه اخله.
۵ ــ د هغو دواړو له امره پرته د هغوی د خوښې (خوشحالولو) کار کوه، لکه د دوی خدمت، د اړتېا وړ شیانو رانیول (پېرودل) او د علم په لټون کې هڅه او هاند کول.
۶ ــ په خپلو ټولو کارونو کې سلا او مشوره وررسره کوه، که مخالفت ته اړ شوې عذر ترې غواړه.
۷ ــ د هغو دواړو غږ ته په بېړه په ورین تندي (مسکا) سره ځواب ورکوه، داسې وایه: هوکې مورې، هوکې پلاره! د پردیو په دود ځواب مه ورکوه.
۸ ــ د دواړو د خپلوانو او ملګرو قدر او درناوی کوه، هم د دوی په ژوند کې او هم له مرګه وروسته.
۹ ــ له مور او پلار سره شخړه او لانجه مه کوه، مه د دوی خبره ورغلطوه او زیار باسه په ادب سره سمه خبره او کار ورته روښانه کړې.
۱۰ ــ له مور او پلار سره کینه مه کوه، د دوی په وړاندې غږ مه لوړوه او خبرو ته یې غوږ نیسه، په ادب ورسره چلېږه، د مور او پلار په وړاندې خپل ورور او د کورنۍ نوز غړي مه ځوروه.
۱۱ ــ کله چې مور او پلار (ستا خونې یا هستوګنځي ته) درغلل؛ ورته پاڅېږه او په سر یې ښکل کړه.
۱۲ ــ د کور په چارو کې له مور سره مرسته وکړه او د پلار له مرستې هم مه وروسته کېږه.
۱۳ ــ د مور او پلار له اجازې پرته سفر مه کوه؛ که څه هم ډېر مهم کار وي. که اړ شوې؛ عذر ترې وغواړه او د لیکونو اړیکې مه ورسره شلوه.
۱۴ ــ له اجازې پرته د هغوی خونې ته مه ورننوځه، په ځانګړې ډول د خوب او ارام پر مهال.
۱۵ ــ که په نشه يي توکو اخته یې د هغوی پر وړاندې یې مه کاروه.
۱۶ ــ له دوی دواړو مخکې ډوډۍ مه خوره، په خوراک او څښاک کې د هغوی عزت او مراعت کوه.
۱۷ ــ په هغوی پسې درواغ مه تړه، که کله داسې کار ترې وشو، چې ستا خوښ نه و، هغوی مه پرې ملامتوه.
۱۸ ــ خپله مېرمن او خېلخانه «اولادونه» له هغوی نه غوره مه ګڼه، له هر څه وړاندې د دوی (مور او پلار) رضا لټوه، ځکه د الله جل جلاله خوښي د مور او پلار په رضا کې نغښتې او د الله جل جلاله قهر د مور او پلار په قهر کې پټ دی.
۱۹ ــ له مور او پلاره پورته په لوړ ځای مه کېنه او د دوی په وړاندې په کبر سره پښې مه غځوه.
۲۰ ــ خپل پلار ته په انتساب کې کبر مه کوه که هر څومره د لوړې درجې مامور یې او له دې وډار شه چې د هغو دواړو نیکي په بدي وا نه ړوې او یا هغوی ته په یوه خبره ازار و نه رسوې.
۲۱ ــ پر مور او پلار باندې په لګښت کولو کې بخیلي مه کوه، څو له تا څخه شکایت و نه کړي، ځکه دا ستا له پاره شرم او پېغور دی، که داسې وکړې له خپل اولاده به یې ډېر ژر ووینې. (چې څه کرې هغه به ریبې).
۲۲ — د مور او پلار ملاقات ډېر کوه، ډالۍ ور وړه، هغوی دواړو ستا پالنه کړې او ستوماني یې ګاللې؛ نو مننه یې کوه، د هغو په اړه ستا کړنلاره د خپل اولاد له پاره هنداره کړه.
۲۳ ــ تر هر چا زیات د عزت حقداره لومړۍ ستا مور بیا ستا پلار دی او پوه شه چې جنت د مېندو له قدمونو لاندې دی.
۲۴ ــ د مور او پلار له عاق کولو او خپه کولو څخه وډار شه، هسې نه چې په دنیا او اخرت کې بدمرغه شې، بیا به ستا اولاد هم داسې چلند درسره کړي، څنګه چې تا له دوی سره کړی!
۲۵ ــ که له مور او پلاره کوم شی غواړې؛ نو په نرمي یې ترې غواړه او که در یې کړ، مننه یې کوه، که ایسار یې کړ، بیا عذر ترې وغواړه او همدا شان خپلې غوښتنې دې مه ډېروه.
۲۶ ــ چې د روزي ګټلو توان دې پیدا کړ؛ نو کار کوه او له مور او پلار سره مرسته کوه.
۲۷ ــ بېشکه ستا مور او پلار پر تا حق لري او همدا راز ستا مېرمن هم پر تا حق لري؛ نو هر یوه ته خپل حق ورکړه او د اختلاف پر مهال د دواړو ترمنځ د اتفاق هڅه کوه او دواړو خواو ته ډالۍ ور وړه.
۲۸ ــ کله چې ستا د مور، پلار او مېرمنې ترمنځ شخړه پېښه شوه؛ نو ته غوره دریمګړی شه. که مېرمن دې په حقه وه، هغه پوه کړه چې زه له تا سره یم؛ خو د هغو دواړو رضا کولو ته اړ یم.
۲۹ ــ (اې مخاطبه!) که په واده او طلاق کې ستا او مور او پلار ترمنځ اختلاف راغلو؛ نو شرعې ته خپله مسئله یوسئ؛ ځکه هغه ستاسو له پاره ښه غوره مرسته ده.
۳۰ ــ د خیر او شر په چارو کې د مور او پلار دعا مستجابه ده، نو د هغوی له ښېراو څخخه ځان وساته.
۳۱ ــ له خلکو سره په ادب چلند کوه، که چا بل کس ته کنځا وکړې، ده ته به هم کنځا وشي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي: «له لویو ګناهونو څخه دا هم ده چې څوک خپل مور او پلار ته کنځا وکړي، هغه داسې چې یو سړی د بل سړي پلار ته کنځا کوي، هغه (دوهم شخص) د ده پلار ته کنځا کوي. (همداراز) د بل مور ته کنځا کوي، هغه د ده مور ته کنځا کوي.
متفق علیه
۳۲ ــ د مور او پلار په ژوندانه کې د هغوی زیارت کوه او له مرګه وروسته یې هم کوه، د دوی له اړخه صدقه ورکوه او دوی ته په دې وینا سره ډېرې دعاګانې کوه: (رب اغفرلی ولوالدی، رب ارحمهما کما ربیاني صغیراً)
لیکنه: عباس عابد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: