جیف بیزوس د نړۍ تر ټولو شتمن شخص دی؛ ۹ نور یې هم وپېژنئ

عزم (دوشنبه، ۲۲وری، ۱۴۰۰): د شتمنیو او مالدارۍ په اړه معلومات خپرونکې امریکايي فوربز خپرونې تازه د نړۍ د لسو شتمنو کسانو لېست خپور کړی دی.
په یاد لېست کې امریکا د نړۍ هغه لومړی هېواد ګڼل شوی چې تر ټولو زیات بیلونران لري؛ چې ورپسې چین او جرمني دي.
که د لویو ښارونو خبره وشي؛ نو د چین په بیجنک کې د نړۍ تر ټولو زیات بیلونران اوسیږي؛ وړاندې دغه مقام د امریکا له نیویارک سره و، چې اوس په دوهم مقام دی.
د فوربز خپرونې د معلوماتو پر اساس: سږ کال د امازون شرکت مشر جیف بیزوس د نړۍ ټر ټولو شتمن کس دی، چې ټوله شتمني یې شاوخوا ۱۷۷ بیلیونه اټکل شوې. ویل کیږي، چې د کرونا پر مهال د هغه په شتمني کې تر بل هر چا زیات پراخوالی او ډېروالی راغلی دی.
له جیف بیزوس وروسته د ټیسلا شرکت مشر ایلون مسک دی، چې شاوخوا ۱۵۱ بیلیونه شتمني لري.
بیرنارډ اماولټ او د هغه کورنۍ د ۱۵۰ بیلیونو په لرلو سره دریم ځای لري.
د مایکروسافټ شرکت مشر او نړیوالې ټولنې، روغتیايي موسسو او غریبو هېوادونو سره د روغتېا په برخه کې زیاته مرسته کوونکی بیل ګېټس ۱۲۴ بیلیونه شتمني لري، چې څلورم مقام یې خپل کړی.
د فیسبوک د جوړونکي مارک زوکربرګ ټوله شتمني ۹۷ بیلیونه ده او ۵ مقام لري.
تر هغه وروسته وارین بیفیټ دی، چې ۹۶ بیلیونه شتمني لري.
لیري ایلسون په دغه لېست کې د ۹۳ بیلیونو په لرلو سره ۷ ځای لري.
د ګوګل کمپنۍ مرستیال مشر لیري پیج بیا ۹۱ بیلیونه شتمني لري او د نړۍ ۸ مالداره شخص دی.
له لیري پيج وروسته د ګوګل کمپنۍ یو بل مشر سیرجي برین دی چې شتمني یې ۸۹ بیلیونه اټکل شوې.
د هندوستان مشهور شتمن مکېش امباني په دغه لېست کې ۱۰ ځای لري. د امباني ټوله شتمني ۸۴.۵ بیلیونه اټکل شوې. نوموړی په جنوبي اسیا کې د نړۍ تر ټولو شتمن وګړی پېژندل شوی، چې لسګونه شرکتونه او فابریکې لري.
په ورته وخت کې فوربز خپرونې ویلي، چې د کرونا پر مهال د بیلونرانو په شتمني کې بیلیونونه زیاتوالی راغلی دی او کوم منفي اثر یې پرې نه دی کړی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button