طالبانو یو ځل بیا خپل استقلال او خودارادیت ثابت کړ

قاري حبیب

له څو اونیو راهیسې راډیوګانو اوازه اچولې وه چې د روان کال د اپریل میاشت کې به د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان په اړه یو ټاکونکی کانفرانس ترسره شي. دغه کانفرانس چې شل کاله پخوا د بون له کانفرانس سره همسنګ بلل کیده، داسې ویل کیدل چې د افغانستان د راتلونکي په اړه به اساسي پریکړې وکړي او د راتلونکي نظام ډول به تعین کړي.

د ترکیې احتمالي کانفرانس د پخوانیو ورته غونډو څخه څو بیلوونکي ځانګړنې درلودې. یو دا چې دغه کانفرانس په زماني لحاظ په تر ټولو حساس وخت کې دائرېده. د اپریل میاشتې له پای ته رسیدو سره د می په لومړۍ نیټه هغه میعاد را رسیږي چې امریکایانو او نورو اشغالګرو باید له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه ایستلي وي. په دغسې حساس وخت کې د داسې ټاکونکي او پُرآوازه کانفرانس دائرول کومه معمولي خبره نه شي بلل کیدای.

بله دا چې د کانفرانس په اړه د معضلې یو اړخ ( اشغالګر او داخلي ملاتړي یې) فوق العاده فعال او ګرم معلومیدل. حال دا چې د معضلې بل اړخ ( طالبانو) کوم داسې باریک زیګنال هم نه و ورکړی چې د ترکیې د کانفرانس په اړه د دوی دلچسپي او یا په کې د ګډون شوق او اراده ترې معلومه شي.

دې فضا داسې څرګندوله لکه اشغالګر اړخ چې د خپل قوي پروپاګند او نرم ځواک په مټ هڅه کوي طالبان ( طوعا او کرها) یوې داسې عاجلې پریکړې او تصمیم ته اړ کړي چې اصلا د امریکایانو اړتیا ده او غواړي د عسکرو له خروج وړاندې د افغان معضلې د حل په عنوان یوه بیړنۍ نمایشي پروسه تمثیل کړي.

د تبلیغاتو، یک جانبه اقداماتو او څو اړخیز فشار په واسطه یوه کار ته د مخالف واداره کول او مجبورول د لویو اشغالګرو ځواکونو خورا زړه حربه ده. دوی ډیر ځله خپل کمزوري مخالفین په همداسې توطیو په هغه مسیر برابروي چې اصلا د دوی یو اړخیزه ټاکل شوې اجنډا وي. کمزوري خوځښتونه ډیر ځله د تبلیغاتو او طراحي شوي وضعیت په وړاندې تاب نه راوړي او د بې روحه کبانو غوندې یې د حالاتو اوبه له ځانه سره لاهو کوي.

په داسې حال کې چې له امریکا نیولې، تر کابل، ګاونډیو هیوادونو او ترکیې پورې ټول اړخونه د استانبول د مرموز کانفرانس لپاره د طرحو او تیاریو په نهایي کولو بوخت و او راډیوګانو هم یوازې په همدې موضوع ژبه ټکوله، په دې کانفرانس کې له ګډون څخه د طالبان ځغرد انکار وښوده چې طالبان لا هم هماغه طالبان دي. هماغه خپلواک، سرچاره، په خپلو اصولو ولاړ او په خپلو پریکړو حاکم طالبان. هغوی چې نه یې د بوش او اوباما په وخت کې د دښمن رعب او غرغړو عزم متزلزل کړ او نه اوس د حاکم وضعیت او پروپاګند توپان له خپل ټاکلي مسیر څخه په بله کړي دي.

د طالبانو دغه اقدام ځکه پر ځای دی چې د افغانستان څلویښت کلنه معضله په عجولانه او اضطراري کانفرانسونو نه حل کیږي او نه هم باید په داسې غونډو کې ګډون وشي چې پلان،طرحه، زمان او مکان یې د یوه اړخ له خوا تعین شوی وي او هڅه کیږي بل اړخ د تبلیغاتي فشار په مټ په کې ګډون ته واداره کړای شي.

د طالبانو دغه موقف د هغو کسانو په مخ هم درنه څپیړه وه چې له څه موده راهیسې یې د امریکایانو په وړاندې د طالبانو متعهدانه اخلاقي چلند امریکایي اړخ ته د هغوی په میلان تعبیراوه او طالبان یې د خلیلزاد تر اغیز لاندې بلل. اوس ثابته شوه چې طالبان لکه څنګه چې د امریکا پر خلاف د جهاد په پریکړه کې خپلواک ول د جنګ د پای د رسیدلو او جوړجاړي په موضوع کې یې هم خپل حریت او د پریکړې استقلال ساتلی دی. نو ځکه مقابل اړخ ته په کار ده چې بل ځل له داسې مرموزو او توطیه وزمه حرکات څخه ځان وګوري، ځکه دغسې کړنې د سولې پروسې ته هیڅ ګټه نه رسوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button