د کرونا له امله اسیا جام یو ځل بېا وځنډېده

عزم (چهار شنبه، ۲۵وری، ۱۴۰۰): د اسیايي هېوادونو ترمنځ له هرو دوو کلونو وروسته ترسره کېدونکی جام «ایشیا کپ» یو ځل بېا وځنډېده.
یاد جام چې د وروستي ځل له پاره په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شوی و، ویل کېدل چې ۱۵ پړاو به یې په ۲۰۲۰ کال کې ترسره شي؛ خو د کرونا له امله د ۲۰۲۱ کال جون میاشتې ته وځنډېده.
اوس یو ځل بېا ویل کیږي، چې اسیا جام به تر نامعلومې نېټې وځنډیږي، چې علت یې د تېر په څیر د کرونا وبا چټک خپراوی بلل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تازه په هندوستان کې ای پي ایل سیالۍ او د پاکستان او جنوبي افریقا لوبډلو ترمنځ شل اوریزې لوبې لا هم له کوم ځنډ او بندیز پرته ترسره کیږي.
د کرکټ نړیواله شورا ویلي: ښايي اسیا جام راتلونکي ۲۰۲۲ کال پورې وځنډیږي. خو لا هم د یاد جام د ترسره کولو کره نېټه او د ځنډ معلومه موده نه ده روښانه شوې.
باید وویل شي چې اسیا جام د لومړي ځل له پاره په ۱۹۸۴ کال عربي متحده اماراتو کې ترسره شو، چې تر دې دمه یې ۱۴ پړاوه ترسره شوي.
یاد جام تر ټولو زیات ۷ ځله هندوستان، ۵ ځله سري لنکا او ۲ ځله پاکستان ګټلی دی.
افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې د لومړي ځل له پاره اسیا جام ته لاره وموندله چې په همدې لومړي وار کې یې بنګله دېش مات کړ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button