أموي خلافت: الحلقة الأولی (۱)

(د أموي خاندان لومړی تاریخي ريښې)
د أموي خلافت نسبت و أمية بن عبد شمس بن عبد مناف ته دی ، په عبد مناف کي بنو أمیه او بنو هاشم سره یو ځای کیږي ، د اسلام څخه مخکي د مکي مکرمي له مشرتوب او زعامت څخه بنو عبد مناف برخمن وه ، له قریشو څخه هیڅ چا ورسره مزاحمت نه کاوه ، او دا ریاست یي و بنو عبد مناف ته تسلیم کړی وو ، مګر حجابة(¹) او رفادة(²) او سقایه(۳) او لواء(⁴) د دوی د تربرونو بنو عبدالدار په واک کي وه.
بنو عبدمناف یو موټی سوه د خپلو تربرونو د عبدالدار بن قصي د أولادي په مقابل کي د مذکوره أمورو د ویش پر سر ، په دې منازعه کي د بنو عبد مناف مشري عبد شمس کوله ، ځکه چي دی د عمر په لحاظ تر ټولو مشر وو ، خلاصه قریش پر دوو ډلو سره وویشل سوه عبد مناف و عبدالدار ، بیا یي سوله سره وکړه ، سقایة او رفادة یي و بنو عبد مناف ته ورکړه او حجابت او لواء او ندوة(د مشاورت او فیصلو او مجلسو مرکز) یي و بنو عبدالدار ته ورکړه.
په بنو عبد مناف کي د رفادة مسئولیت هاشم بند عبد مناف واخیست ځکه چي عبد شمس به همیش مسافر وو ، ډیر کم وخت یي په مکه کي تیروی ، او بل دا چي هاشم د ثروت او مال څښتن وو ، او عبد شمس مسکین وو ، عیال یي هم ډیر وو.

(د بنو هاشم او بنو أمیه وو تر مینځ خیښي)
د بنو هاشم او بنو أمیه وو تر مینځ هیڅ ډول دښمنۍ او بغض و حسد وجود نه درلود ، لکه مغرضي طبقي چي کوم اشاعات خپروي چي د دوی تر مینځ دښمني وه ، او په دي هکله دوی ډیر درواغجن حکایات هم سره ترتیب کړي دا کاملا بي ځایه دي ، تاریخي حقیقت دادی چي د دوی روابط او خپلوي د تربورګلوۍ او ورورۍ او دوستۍ په دائره کي دننه وه ، یو بل ته یي احترام او قدر درلود ، د یو او بل په غم او درد سره شریکان وه.
بنو هاشم او بنو أمیة د یوه پلار أولاده وه ، د یوه نیکه لمسیان وه ، د یوې درختي ښاخونه وه ، د اسلام د مخه او تر اسلام وروسته ، د حضرت عباس او ابو سفیان رضي الله عنهما تر مینځ د اسلام د مخه او وروسته هغه ملګرتیا او صداقت وه چي ضرب المثل ګرځیدلي وه ، جناب أکرم صلی الله علیه وسلم خپلي دري لورګانې و بنو أمیه وو ته ورکړي وي.

( په بنو أمیه وو کي د اسلام له لومړۍ مرحلې څخه مسلمانان وه )
له همدي بنو أمیه وو څخه بعضي د أولینو سابقینو مؤمنانو له جملي څخه دي ، د پټ أو سِرّي دعوت په مرحله کي حضرت عثمان بن عفان أموي رضي الله عنه اسلام راوړ هغه هم د أبو بکر الصدیق رضي الله عنه پر لاس باندي ، همدا ډول خالد بن سعید أموي رضي الله عنه د نبوت په لومړی وختو کي اسلام قبول کړ ، حضرت أبو حذیفة بن عتبة بن ربیعة اسلام راوړ ، همداسي ډیرو نورو اسلام راوړ.
حتی د بنو أمیه وو ښځو او میرمنو هم د اسلام په تقویه کولو کي برخه واخیسته ، أو ښه مثال وګرځیدلې د راروان نسلونو لپاره ، رملة بنت شیبة أمویة د حضرت عثمان رضي الله عنه میرمني اسلام قبول کړ د حضرت عثمان رضي الله عنه سره یي و مدیني منوري ته هجرت وکړ ، سره له دې چي ددي پلار او أکا أو ورور په بدر کي د غازیانو په لاس ووژل سوه ، مګر بیا هم دا خپل پر اسلام ثابته او مستحکمه پاته شوه ، اسلام ته یي پر خپل ټولو أقاربو ترجیح ورکړه ، همدا ډول أم کلثوم بنت عقبة أمویه په لومړی وخت کي اسلام قبول کړ و مدیني منوري ته یي هجرت وکړ ، رملة بنت أبي سفیان أمویة په أول وخت کي د اسلام مبارک دین قبول کړ ، د اسلام په لاره کي یي و هیڅ چا ته پر اسلام ترجیح ورنکړه د خپل خاونده سره یي و حبشه وو ته هجرت وکړ.
خلاصه دا چي بنو أمیه د اسلام په لومړۍ مرحله کي هم بي برخي ندي پاته شوي ، د اسلام له پیل څخه یي نر أو ښځو قربانۍ ورکړي.
د جلیل القدر صحابي أبوسفیان أموي رضي الله عنه اسلام ، او قربانۍ او ستړیاوې د اسلام په لاره کي… نور بیا…

¹حجابة) د کعبي مبارکي د خدمت چارې.
²رفادة) هغه مال ته ویل کیږي چي عربو به د حج په موسم کي سره جمع کوی بیا به یي په مسکینو حاجیانو تقسیموی.
³سقاية) د حج په موسم کي و حاجیانو ته أوبه أو شربت ورکول.
⁴لواء) بيرغ.

لیکنه : عبدالرحمن محمود.
المصادر: اﻟﺴﻴﺮﺓ اﻟﻨﺒﻮﻳﺔ ﻻﺑﻦ ﻫﺸﺎﻡ ، ﺗﺎﺭﻳﺦ اﻟﻄﺒﺮﻱ وغيرهما.

که مو لوستې وي لطفا وليکئ: ولوستل شوه. أو شیر یي کړئ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button